لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د شخصي ټيلي ويژن د کار کوونکو په ګاډي چاؤدنه کې دوه تنه وژل شوي


په کابل کې د شخصي ټيلي ويژن د کار کوونکو په ګاډي چاؤدنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي، دغه پېښه د اتوار، يکشنبې په مازيګر ناوخته رامنځته شوې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي چاؤدنه د خورشيد ټیلي ويژن د کار کوونکو په ګاډي شوې ده.

چارواکو ویلي په چاؤدنه کې د ګاډي ډرايور او يو لاروی وژل شوي او د ټيلي ويژن د دوه کارکوونکو په ګډون درې نور ژوبل شوي دي.

د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

افغانستان کې له دې وړاندې هم وخت په وخت ژورنالسټان په هدف کړي دي.

تېره مياشت په پکتيا کې د يو رېډيو خبريال نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

افغان ولسمشر د خورشيد ټيلي ويژن د کار کوونکو په ګاډي بريد په سختو ټکو کې غندلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG