لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند په کشمیر کې د ارټيکل ۳۷۰ ختمولو اعلان کړی


د هند حکومت د ائين د ۳۵۰ او ۳۵ ای مادو ختمولو اعلان کړی د کوم لاندې به چې د ځايي خلکو نه علاوه بل چاته د ځمکې اخيستو، سرکاري نوکريو او وظيفو اخيستو او په ریاستي اسمبلۍ کې د ووټ اچولو او نورو اسانتياؤ ترلاسه کولو حق يواځې ځايي خلکو وي.

د هند د ائین د ۳۷۰ مادې لاندې ریاست جمو وکشمیر ته ځانګړی حيثيت ترلاسه دی، او ۳۵ ای د ائين د بلې مادې ۳۷۰ برخه ده.

د هندي وزيراعظم نريندار مودي ګوند بهارتي جنتا پارټۍ (بي جی پي) د اوږدې مودې نه د جمو وکشمير د ځانګړي حيثيت مخالفت کوي، او دا خبره يې د انتخابي کمپاين نعره هم وه.

د هند په پارلیمان (راجيو سبها) کې د کورنيو چارو وزير امیت شاه د کشمیر په اړوند قرارداد وړاندې کړی او په دغه مهال مخالفه ګوندونو نعرې هم وهلي دي.

د ائين د ۳۷۰ مادې لاندې د هند حکومت د د فاع او بهرنيوچارو سره په نورو امورو کې د کمشیر قانون سازې اسمبلۍ ته محتاجه ؤ.

راپورونه وايي د کشمير په اړوندې نوی صدارتي امر لاسليک کړی شوی دی.

له دې وړاندې هند د خپلې ولقې لاندې کشمير کې ۱۴۴ ماده په ځای کړې په جلسو جلوسونو يې بندېز لګولی او د کشمیريانو مشران محبوبه مفتي، عمر عبدالله او سجاد لون يې نظر بند کړي دي.

رویټرز ویلي چارواکو په سري نګر کې د خلکو په ګرځېدو هم بندېز لګولی او په علاقه کې موبايل، ټيليفون او انټرنېټ بند کړی شوي دي.

راپورونه وايي هند کشمیر ته نور پوځ هم لېږلی دی.

هند دغه ګامونه په داسې مهال پورته کړي چې هندي چارواکو په کشمير کې د پاکستان د ملاتړې تندروه ډلې د ممکنه بريد اندېښنه څرګنده کړې وه.

پاکستان د هند تورونه رد کړي او ويلي يې دي پاکستان به د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قراردادونو ترمخه د کشميريانو اخلاقي، سفارتي او سياسي مرستې دوامداره ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG