لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ په چاودنه کې د پاکستان د پوځ یو مېجر او یو سرتیری وژل شوي

عکس، په وزیرستان کې د یوې چاودنې پخوانی انځور
عکس، په وزیرستان کې د یوې چاودنې پخوانی انځور

واشنګټن: افغانستان ته څېرمه د خیبرپښتونخوا صوبې په باجوړ کې د سړک د غاړې په یوې چاودنه کې د پاکستان د پوځ یو میجر او یو سرتیری وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

په باجوړ کې ځايي چارواکو ددې خبرې پخلی کړی خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه پورې د یادې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

د باجوړ په ګډون د پخوانیو قبایلي سیمو کې په اکثرو برخو کې ترهګرې ډلې (طالبان او داعش) فعالیت کوي او پاکستان او افغانستان دواړو ته امنیتي ستونزې جوړوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG