لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغان سوله اؤ نورو مهمو چارو خبرو دپاره امریکایي چارواکې ویلس ایلز اسلام اباد ته رسېدلې


دسویلي ایشیاء دچارو دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیاله وزیره ایلس ویلز دیو پلاوي په مشر اسلام اباد ته رسیدلې چې ټاکل شوې دغلته به لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره دامریکا اؤ پاکستان د اړیکو اؤ افغان سولې په ګډون په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کوي.

سرچینې وایي ایلس ویلز به نن سه شنبه دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر چارواکو سره ویني اؤ ترهغې وروسته به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډلو په کچه خبرې اترې کیږي.

پاکستان ته دې لوړپورې امریکایي چارواکې خپل داسفر په داسې مهال کړی چې په قطر کې دافغان سولې په اړوند دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ د اتم پړاؤ خبرې روانې دي اؤ افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دعوه کړې ده چې په دې خبرو کې دسولې لوري ته زیات پرمختګونه شوي دي.

تیره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم عمران خان د واشنګټن سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې امریکایي چارواکو سره په خبرو کې ویلي وؤ پاکستان به هڅه وکړي چې په نزدې راتلونکي کې طالبان افغان دولت سره نېغ په نېغه خبرو ته کښېنوي.

اسلام اباد کې دامریکا سفارتخانې پاکستان ته د ایلس ویلز د سفر هرکلی کړی اؤ پخپل یو بیان کې یې دې سفر ته نیکې هیلې ښکاره کړي دي.

پاکستاني مطبوعات وایي د ایلس ویلز په دې سفر کې به دامریکا اؤ پاکستان د اړیکو په لا پیاوړتیا دخبرو ترڅنګ په افغان سوله هم خبرې وشي اؤ احتمال دی چې پاکستاني چارواکي دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې سره دهند له لوري دکشمیر دځانګړي حیثیت دختمولو معامله هم راپورته کړي.

هند دخپل واک لاندې دکشمیر ځانګړې ریاستي بڼه د یو صدارتي امر په اساس تیره ورځ ختمه کړې چې پاکستان په دې سخت بد منلي خو امریکا په دې معامله محتاط دریځ خپل کړی اؤ ویلي یې دي چې هند دا خپله کورنۍ معامله ګڼي اؤ واشنګټن په وضعیت خپل نظر ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG