لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د محسن داوړ او علي وزیر وکیلان د دوی سره په جېل کې ملاقات ته نه دې پرېښودل شوي


د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ د غړو سره د هغو وکيل طارق افغان او سنگين خان وکيل ته د هري پور په جيل کې د ملاقات اجازت نه دی ورکړل شوی او طارق افغان ډيوه ته په خبرو کې وويل زه د هغو وکيل يم خو د جيل واکدارانو مونږ ته د ملاقات اجازه رانکړه.

طارق افغان وويل زما او د سنگين خان ايډوکيټ نه علاوه سنينټر عثمان کاکړ او د وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي مير کلام وزير له يې هم د ملاقات اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلي افغان وويل زما په خيال دا د اسمبلۍ د غړو سره ډېر ناروا سلوک دی او ښکاره په ښکاره د ايين نه سر غړونه ده ځکه چې هغه سياسي قيديان دي او لا ملزمان دي مجرمان شوي هم لا نه دي.

د محسن داوړ او علي وزير سره دې هغه سلوک وشي کوم چې د عامو قيديانو يا د سياسي قيديانو سره کيږي ځکه چې کوم عدالت تر اوسه دوی ته سزا نه ده ورکړې او زياته يې کړه چې دا هر څه په داسې وخت کې کيږي په اتم تاريخ د دوی د بنو د ترهگرۍ ضد عدالت کې مقدمه هم اورېدل کيږي.

طارق افغان وايي سره د دې چې د شورو يا چهار شنبې ورځ د دوی سره د ملاقات ورځ ده خو د چارواکو خوښه ده چې څوک ورته ملاقات ته پرېږدي او څوک نه.

د يو تپوس په ځواب کې چې ستاسو ملاقات مهم و نو طارق افغان وويل د ساني تاريخ او د پېشۍ په اړه مو ډېری قانوني خبرې لرلې خو مون يې هغې ته نه يو پرېښودي.

ده وويل چې علي وزير او محسن داوړ د خړ کمر په پېښه د ترهگرۍ په تور نيول شوي چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې پکې ١٣ تنه وژل شوي او گڼ شمېر نور ژوبل شوي وو.

طارق افغان وايي د وکيلانو يو پينل د لطيف افريدي ايډوکيټ په مشرۍ کې جوړ شوی چې سبا له به د ضمانت په درخواست څه فيصله کوي خو ده زياته کړه باوري نه دی که ضمانت ورکړي.

ښاغلي افغان ؤؤيل چې په دريو پيشيانو کې جج په رخصت لاړ شي او پوهه نه دی چې جج ته واقعي د رخصت حاجت وي او که په رخصت ولېږل شي. ده وويل اوس حال دا دی چې نه ضمانت راکوي، نه مقدمه اورېدو ته راوړي او نه خارجوي.

د پاکستان د مسلیک نواز ډلې غړي او وکیلې سنېټر مشاهد حسین سید نن په قامي اسمبلۍ کې دوینا پر وخت غوښتنه کړې چې د پارلمان غړي علي وزیر او محسن داوړ د امن لپاره غږ پورته کونکي تنان دي او دوی دې خوشې کړای شي.

تېره اونۍ پخواني سنېټرانو او یادو د بشري حقونو غړو فرهت الله بابر او افراسیاب خټک د محسن دواړ او علي وزیر سره په جېل کې د ملاقات وروسته ویلي وو چې ددغو دواړو سره د جنګي قیدیانو سلوک کیږي.

پاکستاني چارواکو وړاندې ویلي وو چې دواړو ته یې پورته سهولتونه ورکړي او د دوی سره هېڅ قسمه زور زیاتی نه کېږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG