لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د هند هايي کمشنر ته د ملک پرېښودو ويلي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د ملي امنيت په غونډه کې پرېکړه شوې او د هند حکومت ته ويل شوي چې د پاکستان نه خپل هايي کمشنر بيرته بوځي.

د بهرنیو چارو وزارت ويلي د هند حکومت ته خبر ورکړی شوی چې پاکستان خپل هايي کمشنر هم هند ته نه ورليږي.

پاکستان دغه پرېکړه له هغې وروسته کړې چې د هندوستان حکومت د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي آئیني حېثیت ختم کړی. د خصوصي حېثیت د لاندې د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر ته په یو شمېر معاملاتو کې خپلواکي ترلاسه وه.

پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان د نيشنل سيکيورټۍ کمېټۍ يا د ملي امنيت غونډه شوې چې پکې لوړ پوړو حکومتي او پوځي مشران ګډون کړی ؤ.

د غونډې وروسته، د عمران خان د دفتر څخه په جاري شوي بیان کې ويل شوي چې پاکستان به هندوستان سره د سفارتي تعلقاتو کچه ټیټه کړي، دوه اړخیزه تجارت به ورسره وځنډوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ نورو انتظاماتو ته به بیا کتنه کوي، معاملات به ملګرو ملتونو او د ادارې امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته وړاندې کوي.

ويل شوي د پاکستان د ازادۍ ورځ به د کشمیریانو سره د یوالې په توګه لمانځي او د هندوستان د ازادۍ ورځ به د تورې ورځ په توګه نمانځل کیږي.

د وزیراعظم د دفتر په بیان کې زياته کړی شوې وه چې په خارجي هېوادونو کې د پاکستان سفارتخانو ته وېل شوي دي چې د هندوستان "بې رحمه نسل پرست رژیم (حکومت) منصوبې او د انساني حقونو سرغړونې په ډاګه کړي."

د بيان ترمخه وزیراعظم پوځ ته د بیدار اوسېدو امر کړی دی.

پاکستان د کشمیر په اړوند د هند پرېکړه چې د هندي کشمیر خپلواکه حيثيت يې ختم کړی غندلی او ویلي يې دي د کشمیریانو سفارتي او سیاسي ملاتړ به دوامداره ساتي.

پاکستان د هند د پرېکړې په غبرګون کې د ملي امنيت په غونډه کې د هند سره د اړیکو کمولو او د هند د هايي کمشنر بيرته لېږلو پرېکړه کړې او د پارلیمان په شريکه غونډه کې د هند د يادې پرېکړې پرضد قرارداد هم منظور کړی شوی دی.

په قرارداد کې د کشمیر د لانجمنه حیثيت بدلولو د هند پرېکړه غېرقانوني او يو اړخيزه ګرځول شوې او غندنه يې شوې ده.

XS
SM
MD
LG