لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که امریکا اؤ طالبان دسولې تړون وکړي،صدارتي ټاکنې به وځنډیږي؟


څېړونکي وایي که په قطر کې دسولې دخبرو اتم پړاؤ کې طالبان اؤ امریکا دسولې یو غوڅ تړون ته رسییږي نو زیات احتمال شته چې په افغانستان کې روانې د ولسمشرۍ ټاکنې به ورسره وځنډیږي.

دقطر دمزاکراتو نه باخبره سرچینې وایي دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ په دغو خبرو کې زیات پرمختګونه شوي اؤ نزدې ده چې دواړه خواوې سولې یو غوڅ تړون لاسلیک کړي.

په افغان چارو ژور نظرلرونکی اسلام اباد کې میشته پښتون خبریال طاهر خان سرچینو نه ورته معلومه شوې چې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې یو غوڅ تړون ته رسیدلو دپاره یوازې یو څو تخنیکي اړخونه پاتې دي اؤ نزدې ده چې په باقاعده توګه د سولې تړون ته یو غوڅ شکل ورکړل شي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل زیات احتمال دادی چې که چرې امریکا اؤ طالبان دسولې تړون لاسلیک کړي نو یوه میاشت وروسته په افغانستان کې کیدونکې د ولسمشرۍ ټاکنې به ورسره وځنډول شي.

د خبریال طاهر خان په وینا “که دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ تړون وشي بیا خو زیات احتمال همدا دی چې ټاکنې به وځنډیږي ځکه چې بیا خو دیو نوي نظام دپاره هڅه کیږي، ممکن ده چې بیا بین الافغاني مذاکراتو کې دیو لنډمهاله حکومت په اړه پرېکړه وشي”

ښاغلي طاهر خان په دې فکر دی چې افغانان به هم دلنډ مهاله حکومت پرېکړې ته غاړه کښېږدي اؤ وایي

“د بده مرغه دافغان سولې په اړه دخبرو اترو ترڅنګ دټولو خواؤ څخه تشدد اؤ بریدونه سیوا شوي چې دا دافغانانو دپاره یوستر چیلنج دی اؤ ډير خلک به دا وغواړي چې باید وړومبی امن ټینګ شي”

خبریال طاهر خان وایي تر دې دمخه هم صدارتي ټاکنې دوه واره ځندول شوي اؤ اوس به د سولې له خاطره افغانان دا مني چې وړومبی باید سوله وشي اؤ بیا دسولې په فضاء کې یو نوی نظام رامینځته شي.

دجمعې په ورځ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین نړیوالې خبرې شبکې ای پي ته ویلي وؤ چې امریکا سره دسولې دخبرو وروستۍ ناسته کې به د سولې یوغوڅ تړون ته ورسیږي.

هغه وویل وؤ دسولې تړون کې د اوربند په ګډون افغان خواؤ سره دنیغ په نېغه خبرو اترو پیل کولو ماده هم شامله وي.

د نړیوالو اړیکو څیړنکار پروفیسر اعجاز خټک وایي دطالبانو له لوري افغان دولت سره نیغ په نېغه خبرې روانول تر ټولو مهم پرمختګ دی اؤ ددې ترڅنګ دا یو چیلینج هم ګڼل کیږي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې پروفیسر اعجاز خټک وویل کتل به داوي چې دطالبانو اؤ امریکا تر مینځ دسولې تړون په کومو نکاتو کیږي ،یوه غټه ستونزه خو داده چې افغانستان کې صدارتي ټاکنې روانې دي اؤ افغا ددلت وایي چې دا ټاکنې به په هر صورت کیږي خو طالبانو ګواښ کړی چې په ټاکنو به بریدونه کوی.

هغه وویل “اصل پړاؤ به هغه وي چې کله طالبان افغان دولت اؤ نورو افغاني اړخونو سره خبرو ته کښیني ،په دغو خبرو کې به طالبان دخپل دریځ په اړوند څه وایي ،دافغان دولت اؤ نورو سیاسي اړخونو دریځ به څه پاتې شي یا به پکې دامریکې رول څه وي ، زیات ارزښت دا پړاؤ ولري “

څیړونکي وایي دافغان سولې په اړوند د پرمختګ دا راپورونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې په دې وروستیو کې دافغانستان دننه په ترهګریزو بریدونو اؤ دتشدد په پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی اؤ افغان ولس دسولې دتړون نه زیات په ټولنیزو رسنیو اوربند ته لیوالتیا ښایي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG