د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د خالي، شنبې د ورځې راهسې په روانو بارانونو کې د بجلۍ د کرنټ لګېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه شوي دي.
د موسمياتو د محکمې ترمخه نن د ګل، دوشنبې په ورځ هم په دمې دمې سره د باران امکان دی.
نن چې په پاکستان کې لوی اختر نمانځل کیږي او خلک د لوی اختر قربانۍ کوي په کراچۍ کې په ډېری سړکونو اوس هم اوبه ډنډ ولاړې دي او په ژورو علاقو کې کورونو ته اوبه دننه تللي دي.
په ښار کې په دوه ورځو کې د بارانونو په مهال د بجلۍ د کرنټ له امله د خلکو د مړينو د پېښو پخلی سرکاري ميډيا کړی دی.
د چارواکو په وېنا دولتي او غېر دولتي ادارې د باراني اوبو ويستو او په اوبو کې د ګېرو خلکو د مرستو په کارونو کې بوخت دي.
د دې ترڅنګ د ښار په زياترو برخو کې په دوېمه ورځ هم خلک د بجلي د نشتوالي شکایت کوي.
د بجلۍ محکمې (کی الېکټرک) ويلي په باران کې د بجلۍ په نشتوالي د افسوس څرګندونه کوي او ويلي يې دي عمله يې شپه او ورځ د بجلۍ په سمولو او د کرنټ د پېښو څخه د خلکو ژغورلو هڅې کوي.
د باران له امله د قربانۍ د څاروؤ منډيي سخته اغېزمنه شوې او خلک د څاروؤ په اخیستو او سوداګر يې وايي په خرڅ کې د ستونزو او تاوان سره مخ دي.
د دې ترڅنګ د اورګاډي د محمکې او د هوايي اډې د سرچینو ترمخه د باران له امله د اورګاډوتګ راتګ او د جهازونو پروازونه هم اغېزمن شوي ډېری د خپل وخت نه وروستو شوي او ځينې پکې ځنډول شوي هم دي.
د کراچۍ نه علاوه د سيند صوبې په حېدراباد، ميرپور خاص، سجاول او کراچۍ ته په نزدې پرتو سيمو او مکران ډويژن کې هم دغه ډول بارانونه شوي دي.
د سيند صوبې وزاعلي مراد علي شاه او د کراچۍ ښار ميئر وسيم اختر پرون د ښار ځينو علاقو ته ورغلي او ویلي يې دي پوره هڅه کوي چې د باران له امله رامنځته شوي د خلکو مشکلات کم کړي.