لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:داسې سوله غواړو چې تلپاتې وي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي موږ د يوه حکومت په توګه هغه خطرونه چې د سولې ناقصه پروسه يې رامنځته کوي، په تدبير ارزولي او اوس اماده يوچې د سولې پر لور حرکت وکړو.

د کابل په صدارتي ماڼۍ کې دافغانستان دمختلفو ولايتونو له مشرانو سره په لیدنه کې ولسمشر غني ویلي "موږ د سولې اراده او برنامه لرو، موږ داسې سوله غواړو چې تلپاتې وي او د هر افغان عزت په کې خوندي وي"

هغه وویل بايد له ياده ونه وېستل شي چې سوله ملي ده، نه سمتي، ګوندي او قومي او ټول اقشار او د افغانستان خلک بايد په کې برابر دخيل وي.

ښاغلي اشرف غني راتلونکو ټاکنو ته په اشارې وويل، ټاکنې او سوله د يو بل بشپړونکي دي او د افغانستان ملت د يو قوي، کار وړ او مسؤول دولت غوښتونکی دی او دا له ټاکنو پرته امکان نه لري.

هغه زياته کړه، ټاکنې يوه اساسي اړتيا ده او د ترسره کیدو لپاره يې تياري نيول شوې ترڅو په ټاکلي وخت ترسره شي.

و اشرف غني په وینا "افغانستان راتلونکی د افغانستان په داخل کې، د افغانانو له لوري ددې هيواد په ګوټ، ګوټ کې ټاکل کېږي"

هغه وویل په ټاکنو ملي اجماع شته او د افغانستان خلک د ټاکنو پروسې له لارې د افغانستان راتلونکي ولسمشر ته د لازمو صلاحیتونو د انتقال غوښتونکي دي ترڅو سختې پرېکړې په قوت او تدبير ترسره شي.

دټول ټاکنو په اړوند افغان ولسمشر دا څرګندنې په داسې حال کې کړې چې راتلونکې میاشت په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیدونکې دي خو طالبانو ددې ټاکنو سره مخالفت ښودلی اؤ ګواښ یې کړی چې د ټاکنو په کمپائن به بریدونه کوي.

دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ په نزدې ورځو کې په قطر کې دسولې دخبرو اتم پړاؤ هم پیل سرته رسیدلی اؤ دواړه خواوې وایي چې په دغو خبرو اترو کې یوې غوڅې موافقې ته نزدې شوي دي .

خو په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال طاهر خان وایي که چرته امریکا اؤ طالبان د سولې په یو غوڅ تړون متفق کیږي نو بیا احتمال شته چې افغانستان کې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې وځنډیږي.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې طاهر خان ویلي افغانان پخپل وطن کې سولې ته تږي دي اؤ د سولې دپاره به د ټولټاکنو ځنډولو ته اماده شي.

دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم روانه میاشت پخپل یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي وؤ افغانستان کې د سولې دتړون نه وړاندې ټولټاکنې په درد نه دوا کیږي، وړومبی باید سوله وشي اؤ بیا ټولټاکنې ترسره شي.

خو دافغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وایي ټولټاکنو دپاره یې ټولې تیارۍ سرته رسولي اؤ د ټاکنې به پخپل وخت کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG