لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا محسن داوړ اؤ علي وزیر به سبا له بنده خوشې شي؟


دپښتون ژغورنې غورځنګ د دوؤ مشرانو اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دبندي غړو محسن داوړ اؤ علي وزیر په ضمانت دخوشې کولو دعریضې اوریدنه سبا دخالي په ورځ دبنو دترهګرۍ ضد محکمه کې کیږي .

د علي وزیر اؤ محسن داوړ وکیل طارق افغان وایي که په سبانۍ اوریدنه کې محکمې د دواړو بندي مشرانو ضمانت قبول کړو خو هغوئ به له بنده خلاص شي اؤ که ضمانت یې منظور نه شو نو بیا به د پېښور ایالتي محکمې ته دهغوئ د ضمانت دپاره عریضه کولی شي.

په محسن داوړ اؤ علي وزیر تورونه لګول شوي چې دپوځ ګاډی یې په بم الوځولی اؤ د ریاستي ادارو په ضد یې خلکو کې کرکه خوروله.

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ بیلابیلو مشرانو دا ټول تورونه رد کړي اؤ وایي هغوئ دپښتنو په خاوره دهغوئ دحقونو خبره کوي چې ریاستي ادارې یې ورکولو ته تیارې نه دي اؤ دهغوئ دغږ خاموشه کولو په خاطر یې زندان ته اچولي دي.

محسن داوړ اؤ علي وزیر د وړوکي اختر په څېر دا غټ اختر هم په زندان کې تیر کړي اؤ دهغوئ وکیل طارق افغان ویلي چې په دې غټ اختر دغو دواړو بندي مشرانو سره دهغوئ د کورنۍ غړو هم په زندان کې لیدنه کړې ده.

طارق افغان وایي دمحسن داوړ اؤ علي وزیر لیدنې ته په اختر کې د هغوئ وکیلان نه دي ورپرېښودل شوي اؤ داسلوک ډیر توپیري اؤ غیرقانوني دی ځکه چې په علي اؤ محسن یوازې تورونه لګیدلي اؤ دتورونو په اساس دچا څخه دهغوئ بشري،قانوني اؤ جمهوري حقونه نه شي اخستل کیدلی.

دښاغلي افغان په وینا “د محسن داوړ او علي وزير سره دې هغه سلوک وشي کوم چې د عامو قيديانو يا د سياسي قيديانو سره کيږي ځکه چې کوم عدالت تر اوسه دوی ته سزا نه ده ورکړې “

د محسن داوړ اؤ علي وزیر وکیلان دا هم وایي چې تر اوسه د هغوئ دضمانت د خواست د اوریدنو په زیاتو موقعو جج د محکمې نه غیرحاضر پاتې شوی چې له دې امله په بند کې د هغوئ دایسارتیا موده زیاته شوې ده.

مشر قانون پوهه عبداللطیف اپریدی چې د محسن اؤ علي وزیر د وکیلانو د ډلې مشري کوي تیره میاشت پخپله هم په وزیرستان کې د ضمانت دخواست اوریدنې ته ورغلی ؤ اؤ له محکمې یې غوښتي وؤ چې یا خو دې دهغوئ ضمانتونه منظور کړي اؤ یا دې یې بیا رد کړي ترڅو هغوئ پېښور هائیکورټ کې دضمانتونو درخواست جمع کړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG