لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ادعا کړې په بنګله دېش کې وجود لري


داعش ډلې ادعا کړې چې په بنګله دېش کې وجود لري او په يو ويډيوي بيان کې يې ویلي ابوبکر البغدادي يې مشر دی. داعش په شام او عراق کې د ماتې سره مخ او هلته يې د خپلسره خلافت خاتمه شوې ده.

د وي او ای د خبر ترمخه د اته دقيقو (منټونو) په ويډيو کې داعش خپل کارکوونکي ښکاره کړي چې ورسره پکې وسلې ليدل کيږي.

په ويډيو کې دوي ويلي چې په عراق، شام، افغانستان او ميانمار کې په مسلمانانو ظلم روان دی او د هغې د مخنيوي دپاره جهاد له تلل ضروري دي.

په بنګله دېش کې د ترهګرۍ ضد حکومتي ادارې مشر کرنل عمران الحسن ويلي دوي د حالاتو جاج اخلي او د داعش د ويډيو د پخلي کولو هڅه کوي.

د وي او ای بنګله څانګې ترمخه کرنل عمران ويلي د ويډيو په اړوند نه شي ويلی چې رښتيا ده ځکه چې څوک هم دغه ډول جعلي ويډيو خپرولی شي.

هغه ويلي د بنګله دېش سره هند هم په داسې هلو ځلو نظر لري.

د بنګله دېش نه وړاندې داعش په افغانستان او پاکستان کې هم د خپلې موجودګۍ ادعا کړي او په کشمير کې د خپلو فعاليتونو ويلي دي.

خو پاکستاني چارواکي وايي داعش په پاکستان کې په منظم ډول وجود نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG