لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا سولې دپاره طالبانو ریښتیا هم خپل سوچ بدل کړی؟


په قطر کې د طالبانو اؤ امریکا ترمینځ په دې وروستیو کې داتم پړاؤ دخبرو سرته رسیدلو وروسته که هرڅو طالبان وایي چې امریکا سره یې ۹۰ فیصده معاملې راټولې کړي خو دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي چې دطالبانو دمشر ملاهیبت الله دامریکا په اړوند وروستۍ څرګندونې اؤ دطالبانو بیلابیلې اشارې ښایي چې اوس سولې ته لا ډيره لاره پاتې ده.

خو څېړونکي وایي طالبانو اوس خپل سوچ ډير بدل کړی اؤ که د مزاکراتو په جریان کې دهغوئ لخوا دګواښ ډک بیانونه مخکې ته راځي نو دا په مذاکراتو کې دامتیازاتو ترلاسه کولو یو ټيکنیک دی اؤ په دې معنا نه دي چې ګنې طالبان به امریکا سره دسولې دخبرو نه پشا شي.

طالبانو هم په دې وروستیو کې واضحه کړې ده چې دکوټې په کچلاک سیمه کې دطالبانو دمشر ملاهیبت الله د ورور په یوه بمي چاودنه کې د وژل کیدلو له امله به هم هغوئ امریکا سره خپلې خبرې نه ودروي اؤ د سولې هدف ته به ځان رسوي.

ډان ورځپاڼه هم پخپله یوه اداریه کې دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ مزاکراتو کې په شوو پرمختګونو ډاډ ښایي خو ددې ترڅنګ یې دطالب مشرانو هاغو بیلابیلو بیانونو ته هم ګوته نیولې ده چې دامریکا اؤ افغان دولت په ضد دتاؤ تریخوالي غمازي کوي.

دلویې اختر په مناسبت دطالبانو مشر ملاهیبت الله پخپل یو پیغام کې ویلي وؤ چې دامریکایي چارواکو ضد اؤ نقیص بیانونه اؤ په افغانستان کې دهغوئ سیوا شوي بریدونه دسولې په اړوند امریکې په ارادو شکونه پیدا کوي.

خو څو ورځې دمخه بیا دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د لوړپوړو امریکایي چارواکو سره دافغانستان په اړوند له یوې مهمې غونډې وروسته پخپل یو بیان کې طالبانو سره مزاکراتو کې دپرمختګ دعوه وکړه اؤ داسې اشارې یې ورکړې چې ګنې په نزدې راتلونکي کې به دواړه خواوې دسولې یو غوڅ تړون ته ورسیږي.

دپاکستان ددفاعي چارو یو وتلی څېړونکی اؤ دپوځ پخوانی لوړ رتبه افسر بریګیډير سید نظیر هم دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو ته هیله مندي ښایي اؤ وایي داتلس کلنې جنجالي جګړې نوي فیصده شخړې هوارول یو ستر بریالیتوب دی اؤ پاتې ۱۰ فیصد معاملې به هم زر راټولې شي ۔

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې سېد نظير اوويل ” دا يقيني خبره ده چې طالبان اوس دغه د سولې تړون ته لېواله دي اؤ طالبانو ډيرې داسې خبرې هم منلې دي چې لا مخې ته نه دي راغلي ، ددې نه دادمعلوميږي چې طالبان اوس هغه طالبان نه دي پاتې کوم چې دهغوي په هکله تاثر جوړ شوې ؤ"

هغه وویل طالبانو سره د نوې زمانې، نوي دور حکومت اؤ جديد فلاحي رياست په اړتیاؤ اؤ خدوخال هم خبرې شوې دي“

دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکي اسلام اباد کې میشت پښتون خبریال طاهرخان هم بیا دافغان سولې په اړوند دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې زیاتې مهمې بولې اؤ وایي د صدر ټرمپ دغه بیان ښايي چې امریکا طالبانو سره تر اوسه په شوؤ خبرو مطمئینه ده اؤ داسې کوم لویې جنجال‌ په مخکې نه لیدل کیږي چې دسولې دخبرو مخې ته به خنډان راولاړ کړي.

طاهر خان وايي ” د امريکا صدر ښاغلي ډانډ ټرمپ دافغان سولې په اړوند تازه وينا کې د تړون امکان څرګندول ډيرې مهمې معنې لري اؤ اوس هره غاړه غواړي چې راتلونکې غونډه زر ترسره شي او غوڅې نتيجې مخې ته راشي.

ډان ورځپاڼه په یو وخت کې دطالبانو لخوا نرمې اؤ تندې تیزې څرګندونې دهغوئ یوه سټراتیژي هم بولي اؤ وایي طالبان ښایي نړۍ ته دا تاثر ورکول غواړي چې هغوئ سوله هم غواړي خو په دوهم صورت کې دهغوئ جنګیالي د جګړې دوام ته هم تیار دي.

خو څېړونکي په دې خبره متفق دي چې د مذاکراتو په مهال د دواړو خواؤ له لوري نرم اؤ سخت بیانونه هیڅکله په دې معنا نه دي چې دسولې تړون ته نزدې شوې لاره ازغنه یا کړکیچنه کړي اؤ زر ده که پس دواړه خواوې به افغانستان کې دسولې په یو غوڅ تړون لاسلیکونه وکړي

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG