لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غلام خان بندر ۳۰ لارۍ افغان سوداګریز توکي پاکستان ته اوښتي


د افغانستان سویلي خوست ولایت له غلام بندر څخه پر کورنيو سوداګریزو توکو بار ۳۰ لارۍ موټر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د پاکستان پر لور روانې شوې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکو ویلي، غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان د سوداګرو لپاره ګټوره او اغیزمنه لار ده.

د افغانستان د سوداګرۍ ځانګړې ادارې ویلي ټاکل شوې ده چې په نږدې وخت کې له پاکستان سره په همغږۍ دغلام خان بندر د دواړو هیوادونو د صادراتو او واریداتو په رسمي ټرانیزیتي لار بدله شي.

د افغانستان د تجارت په خصوصي اداره کې د خوست ولایت استازی نواب امرزي له ډیوې سره په خبرو کې وویل:

"نن مو دافغانستان تولیدات په ۳۰ موټرو کې چې ۵۰۰ ټنه دی د غلام خان بندر له لیارې په رسمي توګه صادر کړل په دې کې د افغانستان د ډبروسکاره، له مزرو نه جوړ ټکران او نور بیلابیل لاسي صنایع دي او موسمي تازه سبزيجات چې دلته پیداکیږي هغه په کې بار دي."

امرزي زیاته کړه، د غلام خان بندر د تورخم په پرتله کراچۍ بندر ته ۴۲۱ کیلومټره نږدې دی او که دا بندر په تجارتي لار باندې بدل شي دا به نه یوازې د خوست خلکو ته د عوایدو سرچینه وي بلکې د شمالی وزیرستان او د کرښې دواړو غاړو ته د میشتو ولسونو په اقتصادي ژوند کې به هم مثبت بدلون رامنځته کړي.

نوموړی وايي، له ولسمشر غني سره په دې اړه موافقې ته رسیدلي او له پاکستان سره په همغږۍ به نږدې وخت کې دغلام خان بندر د تجارت او د یوې قانوني لارې په توګه د صادراتو او واریداتو لپاره پرانیستل شي.

نواب امرزي وویل:

"په تیرو کلونو کې مونږ دا لارې یو بل ته د جنګ او جګړو د ټرانزیټ لپاره استعمال کړي دي خو اوس د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو هوډ کړی دی چې مونږ باید یو بل سره د تجارت په ژبه اړیکې ولرو او تر ټولو مهمه د قومونو ترمنځ دوستي ده چې مونږ ترجمان ته اړتیا نه لرو او په خپله ژبه تجارت په ښه شکل سره کولی شو."

افغان تجارانو هیله وښودله چې د افغانستان سلمه کلیزه به نور په سیمه کې د پرمختګ او ابادۍ سبب ګرځي.

د افغانستان په سویل کې د غلام خان بندر شمالي وزیرستان ته نږدې پروت دی او د خوست ولایت له مرکز څخه د ۴۵ کیلومټرپه واټن د لارې په اوږدو کې میشت ولسونه پاکستان ته د تجارتي جوپې د لیږد د هرکلي لپاره راوتلي وو او له دې اقدام څخه یې هرکلۍ وکړ.

غلام خان بندر په ۱۹۶۵ کال کې افغان حکومت د رسمي بندر په توګه پيژندلی او د پاکستان حکومت هم په ۲۰۱۳ کال کې یاد بندر په رسمیت وپيژانده خو په دې لار د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت پر وړاندې پراته خنډونه په بشپړه توګه پای ته نه دي رسیدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG