لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: پوهه نه يم چې پلان [افغان سوله] به ما يا هغوي ته قبول وي؟


د امريکا صدر ‌‌‌‌‌‌ډانلډ ټرمپ وايي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره په پلان خبرې روانې دي خو وايي دا مالومه نه ده چې پلان به ما يا هغوي ته د منلو وړ وي او که نه وي.

" د لارو نه یوه په لاره باندې دا وخت مونږ کار کوو، مونږ په یو پلان باندې خبرې کوو. ماته نه ده مالومه چې پلان به ما ته د منلو وړ وي او که نه او کیدلی شي هغوي (طالبانو) ته هم د منلو وړ نه وي. خو مونږ خبرې کوو او ډېرې ښې خبرې کیږي او ګورو به چې څه نتیجه ترې راوځي".

صدر ټرمپ یو وارې بیا تکرار کړه که وغواړي نو په افغانستان کې جنګ په یوه اوونۍ یا هفته کې ګټلی شي خو زیاته يې کړه چې د دې لارې په اختیارولو کې به يو ملين افغانان وژلی کیږي او دې داسې نه کول غواړي.

تیره میاشت د صدر ټرمپ په داسې وینا د افغانستان د سیاسي مشرانو او د طالبانو لخوا سخت عکس العمل مخې ته راغلې وو.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې امریکا د تیرو اتلسو کالو راهسې په افغانستان کې جګړه نه کوي بلکې د پولیس ذمه وارۍ ترسره کوي. او امریکا لره داسې نه دي کول پکار.

ټرمپ وايي طالبان د افغان حکومت احترام نه کوي او د ډیری مودې راهسې یو بل سره په ګډه کار کولو ته هم نه دي تیار خو امریکا د تیرو ۱۹ کالو راهسې د سوله ساتي ځواکونو کردار ادا کوي. او یو وخت داسې راشي چې دغه یو بوج شي.

صدر ټرمپ د طالبانو وغوښتل چې امریکا سره د جنګ نه لاس په سر شي.

"طالبانو ته پکار ده مونږ سره جنگ ختم کړي. دوي ډیر زیات تاوان کړی دې. خو مونږ به گورو چې وړاندې څه کیږي".

د امریکا او د طالبانو ترمنځه په مذاکراتو کې شامل په څلورو خبرو کې د افغانستان نه د خارجي ځواکونو وتل او د طالبانو دا ضمانت ورکول چې د افغانستان په خاوره به ترهګر نه پریږدي مهم ټکي دي. خو په افغانستان کې دننه او په نړیوال کچه اندیښنې لرل کیږي چې یو ځل نړیوال ځواکونه افغانستان پریږدي نو بیا کېدی شي افغانستان د خانه جنګۍ سره مخ شي او یا بیا د نړیوالو ترهګرو اډه جوړه شي.

صدر ټرمپ د طالبانو د ضمانت په اړه د اندیښنو په ځواب کې وویل چې په نړۍ کې په چا هم باور نه شي کیدلی.

" مونږ به هم د دې څیز څارنه کوو او مونږ به هروختې دغلته خپل استخبارات او څوک ساتو. خو دا خبره د نړۍ د نورو ځایونو په اړه هم کیدلی شي خو دا د ترهګرې هارورډ یونیورسټي ښکاري. او دغلته به څوک نه څوک موجود وي".

دا وخت په افغانستان کې د امریکې شاخوا ۱۴ زره ځواکونه د تربیې، مشورې او د القاعده او د داعش غوندې د مقامي وسله والو ډلو خلاف عملیاتو لپاره موجود دي.

د افغان حکومت او د امریکې په شمول د نړۍ ملکونه د طالبانو نه د اوربند غوښتنه کوي. خو طالبان دا خبره ردوي.

ځني څیړونکي د دوي خونړو بریدونو په مذاکراتو کې د دوي یواځنی طاقت بلي. او زیاتوي چې د اوربند اعلانولو سره دوي کمزوری کیدلی شي.

د سي این بي سي ټیلي وژن سره په خپله مرکه کې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپیو ویلي دي که په افغانستان کې په تشدد کې کمی راشي نو دا کولی شي چې نه یواځې د امریکي بلکې د ناټو ځواکونو د وتلولپاره لاره هواره کړي.

ملګرو ملتونو کال ۲۰۱۸ په افغانستان کې د ټولو خونړی کال بللې دی.

د امریکې سټیټ ډیپارټمنټ ویلي دي چې د قطر سرښار دوحه کې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا استازي زلمی خلیلزاد د سه شنبې یا د نهې په ورځ سفر پېل کوي.

سټیټ ډیپارټمنټ ویلي چې افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د افغانستان د حکومت مشرانو سره هم صلاح مشوره کوي او غواړي به چې افغان حکومت او طالبان خپلو کې خبرې اترې پیل کړي.

طالبان د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کوي.

کابل ته په خپل وړاندې سفر کې زلمي خلیلزاد ویلي وو چې ۱۵ کسیزه افغان مزاکراتي ډله د طالبانو سره د خبرو لپاره جوړه کړل شوې ده. مطبوعاتو د سرچینو له خولې ویلي چې په ناروی کې د طالبانو او د افغان مذاکراتي ډلی د خبرو اترو لپاره تیارۍ نیول شوي دي. سرچینو مطبوعاتو ته دا هم ویلي بین الافغاني مزاکرات به ډیر پیچلی او اوږد وي.

د غټ اختر نه وړاندې د امریکې او د طالبانو ترمنځه د اتم پړاو مذاکرت شوي وو او د خبرو اترو ورستو دواړو خواو د پرمختګ دعوې کړې وې خو نړیوال مطبوعاتو د اعلا چارواکو له خولې ویلي وو چې اوس هم د امریکې او د طالبانو ترمنځه په ځينو خبرو اختلافات موجود دي.

د اتم پړاو د مزاکراتو ورستو دواړو ډلو ویلي وو چې دوي به د خپلو مشرانو سره د صلاح مشورو ورستو بیا ویني.

د تیرې جمعې په ورځ د طالبانو سره د خبرو اترو او د افغانستان د صورتحال په اړه صدر ټرمپ ته اعلا چارواکو تفصیل ورکړې وو.

د افغانستان په حقله د صدر ټرمپ د وروستۍ وینا نه که یو خوا دا تاثر اخستلی کیدی شي چې کیدی شي د ځواکونو د وتلو لوظنامه ونه شي نو بلې خوا صدر ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د افغانستان په وجه د سویت یونین نه روس جوړ شو. (یعني سویت یونین مات شو).

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG