د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي،په هېوا د کې يې" سوله راتلونکې ده. د سولې د راتلو دپاره مونږ کلکه اراده لرو". نوموړي دغه خبرې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې جشن نمانځلو غونډې ته په وېنا کې کړي دي.
اشرف غني ويلي، "دا مونږ ؤ چې د افغانستان سوله مو په ملي، منطقوي او بېن المللي بحث بدله کړه. مونږ د با عزته سولې دپاره ټول شرايط اماده کړي دي او دا مو په عمل کې ثابته کړې ده".
اشرف غني په افغانستان کې د سولې د راتلو خبرې په داسې حال کې کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې د خبرو عمل روان دی او د دغو خبرو د نهم پړاؤ دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي د افغان حکومت او طالبانو سره د خبرو دپاره د دوحه او کابل سفر پېل کړی دی.
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پرون په ټويټر ويلي، "په واشنګټن کې مې ګټوره اوونۍ تېره کړه. انتظاميه مې خبر کړه چې بل پړاؤ به مو څه وي. بيرته په لار يم. اول پړاؤ دوحه چرته چې په به پاتې مسلو خبرو کوو. مونږ تيار يو او ګورو چې طالبان هم داسې دي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي زلمی خليلزاد په ۲۰ اګست قطر او افغانستان ته ځي.
وزارت ویلي خليلزاد به په دوحه کې د طالبانو سره بیرته خبرې پېلوي او دغه خبرې د افغانستان د جګړې ختمولو او د سولې د پروسې د هڅو برخه ده.
سټېټ ډيپارټمنټ ويلي نوموړی به په کابل کې د افغان حکومت د مشرتابه سره د سولې د پروسې او بېن الافغاني خبرو د پوره تيارۍ په اړوند مشوره کوي.
اشرف غني ويلي، "افغان ولس دغه تجربو ته په کتو، نه غواړي شاته لاړ شي. ولس هوښیار دی او بیا په آوازو او دسیسو نه غولیږي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې ژوند او سوله غواړي".
نوموړي په خپله وېنا کې ويلي د انتخاباتو کمېشن، د شفافو، ازادو او په انصاف ولاړو انتخاباتو د ترسره کولو دپاره ګټور تکنيکي ګامونه پورته کړي دي.
نوموړي د دارالامان د ورانې ماڼۍ بيا رغولو په اړوند وويل دغه ماڼۍ يې په پخواني شان بيا راپورته کول د ملت د بيا راپورته کېدو سره شباهت لري نوموړي د لومړۍ مېېرمن سره په ګډه د دارالامان د بيا رغول شوې ماڼۍ پرانسته وکړه.