د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي د هند سره د پاکستان د تاؤ تريخوالي او سوداګرۍ د تړلو باوجود به د افغانستان سوداګریزو ګاډو (ټرکونو) ته اجازت وي چې د واهګه په پوله د هندوستان د عطاري پورې لاړ شي.
شاه محمود قرېشي دغه خبره په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د پوهانو او پخوانيو مشرانو ترمنځ د دوېم پړاؤ (ټرېک ټو) د غونډې په مهال کړې ده.
د پاکستان ډېلي ټايمز ورځپاڼې په خپل خبر کې ويلي پاکستان به د افغانستان ټرکونه چې هند ته مالونه وړي نه ودروي.
د هند عطاري ټاؤن د پاکستان او هند ترمنځ د واهګه پولې سره نزدې په درې کلوميټره کې د پنجاب صوبې په امرتسر ضلع کې دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان د سوداګريزو ټرکونو هند ته د تلو د اجازت خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان او هند اړیکې ترينګلې دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې د جون په مياشت کې د پاکستان سفر کړی هغه وخت يې يوې غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ چې پاکستان، افغان ګاډو ته هند د تلو اجازه ورکړې خو وروسته د پاکستان لخوا په دغه اړوند کوم رسمي پخلی نه ؤ شوی.
افغان سوداګر او حکومت د اوږدې مودې نه غوښتنه کوي چې د افغانستان نه هند ته مال وړونکو ګاډو ته دې د واهګه په پوله د سامانونو ښکته په ځای هند ته د تلو اجازت ورکړی شي.
د افغان سوداګرو په وېنا چې دوي د واهګه په پوله سامانونه کوزوي د ډېر تاوان سره مخ کيږي.
د خبر ترمخه شاه محمود قرېشي ویلي دوي د افغانستان سره د تورخم د پولې ۲۴ ساعته پرانستو په مسله هوارولو هم کار کوي.
نوموړي د افغانانو دپاره د پاکستان د ويزې اسانولو هم ويلي چې ان لاين يا د انټرنېټ د لارې يې کړي.
قرېشي د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان هغه دريځ تکرار کړی چې پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو کلک ملاتړ کوي او غواړي چې دواړه هېوادونه د يو بل پرضد د تورونولړۍ پرېږدي.