لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا ضعیف وایي دسولې تړون کې به پاکستان اؤ روسیه دطالبانو ضمانت اخلي


دطالبانو د واکمنۍ په مهال اسلام اباد کې دطالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضیعف دعوه کړې ده چې امریکا اؤ طالبان افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال ویش اؤ افغانستان کې دترهګریزو فعالیتونو دمخنیوي په اړوند په یو غوڅ تړون متفق شوي چې راتلونکو څو ورځو کې به پرې دواړه خواوې لاسلیکونه وکړي.

دافغانستان طلوع ټیلي ویژن سره مرکه کې ښاغلي ضعیف دسولې ددې ممکنه تړون جذئیات روښانه کړي اؤ ویلي یې دي روسیه او پاکستان به د طالبانو لخوا د دغې هوکړې تضمینوونکي وي.

خو دپاکستان دپوځ پخوانی لوړ رتبه افسر اؤ دافغان چارو څېړونکی بریګيډئر(ر)سید نظیر وایي پاکستان که هرڅو دافغان قضیې یو مرکزي کردار ګڼل کیږي خو دطالبانو په اړوند هغه وخت یو مضبوط ضمانت ورکولی شي چې چین یې ترشا ودریږي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین هم تیره ورځ دپاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې امریکا اؤ طالبان افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال ویش صلاح شوي خو هغه دغه وایي دغه مهال ویش به هغه وخت رسنیو ته وښودل شي چې دسولې تړون وشي.

خو ملا عبدالسلام ضعیف بیا دعوه کړې ده چې دواړه خواوې د۱۵میاشتو نه نیولې تر ۲۴ میاشتو پورې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو اؤ دترهګریزو فعالیتونو دمخنیوي په اړوند په یو غوڅ تړون راضي شوي دي.

طالبانو سره قطر کې په خبرو بوخت افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد دمخه سپینه کړې ده چې دسولې په تړون کې به امریکا له طالبانو ضمانت اخلي چې دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره به خپل پیوستون ختموي اؤ نه به پرېږدي چې افغانستان یو ځل بیا دترهګرو په خوندي ځاله بدل شي.

همدغه راز نړیوال مطبوعات وایي چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې امریکا دطالبانو نه افغان دولت سره دمخ په مخ خبرو اؤ اوربند غوښتنې هم لري.

ملا عبدالسلام ضیعف ویلي کله چې دامریکا اؤ طالب استازو ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک شي دهغې یوه اوونۍ وروسته به دافغانانو ترمینځ خپل منځي خبرې پیل شي اؤ په دغو خبرو کې به زیاتره کورنۍ معاملې راټولې کړل شي.

ملا ضیعف زیاته کړې چې د سولې په تړون به دطالبانو په استازیتوب ملا عبدالغني برادر لاسلیک کوي.

دپاکستان پخواني پوځی افسر بریګیډئير سید نظیر وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ویلي امریکه، افغان دولت اؤ ټوله نړۍ دافغان قضیې په هواري کې دپاکستان رول مهم اؤ مرکزي ګڼي اؤ لازمه ده چې دسولې تړون کې به پاکستان څخه د طالبانو دضمانت اخستلو غوښتنه کیږي.

هغه وویل تر دې وړاندې هم چې کله په تیرو وختونو کې دشوروي ائتلاف عسکر دافغانستان څخه وتلي وؤ نو پاکستان کې دافغان امن په اړوند دسولې تړونونه اؤ نورې هلې ځلې کیدلی اؤ پاکستان ته یو مهم حیثیت ترلاسه ؤ اؤ اوس هم په افغان سوله کې هیڅوک دپاکستان د کردار نه انکار نه شي کولی.

خو ښاغلی سید نظیر وایي چې که روس دطالبانو ضمانت اخلي نو یقیناُ چې روسیه دسیمې یو ستر قوت دی ولې په دې سیمه کې دچین د اثر اؤ پیاوړتیا څخه هم انکار نه شي کیدای نو پکار ده چې دطالبانو دضمانت په لړ کې چین دپاکستان تر شا ولاړ پاتې شي.

هغه وویل “هرکله چې چین دپاکستان تر شا ولاړ وي نو پاکستان به ددې جوګه وي چې دافغان سولې دپاره دیو مضبوط ضمانتي په توګه مخې ته راشي”

هغه زیاته کړه چې ایران هم دسیمې یو مهم قوت دی اؤ دسیمې په راتلونکي کې یو عمده رول لوبولی شي خو ایران به امریکه سره دتاؤتریخوالي له امله ځان دسولې ددې پروسې نه بهر ساتي ترڅو دامریکا سبانیو ګامونو ته دځواب وئیلو په پوزیشن کې وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG