لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ويلي تمه ده په دوه ورځو کې امریکا سره د سولې خبرې ترسره شي


طالبانو د خالي، شنبې په ورځ ويلي دوي تمه لري چې د امریکا سره د افغانستان د سولې خبرې په دوه ورځو کې بشپړې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې د خبرو نهم پړاؤ د زيارت، پنجشنبې په ورځ په دوحه کې پېل شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خالي په ورځ وي او ای ته ویلي دواړه فريقه د امریکا په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د افغانستان څخه د وتلو په مېکانزم کار کوي.

مجاهد ويلي دوي هيله لري چې هر څه به بشپړ شي په مېکانزم کار روان دی او داسې کومه خبره نه ده پاتې چې په هغې صلاح را نه شي.

هغه ویلي دغه مېکانزم به د امريکايي ځواکونو د وتلو تګلاره جوړه کړي.

مجاهد زياته کړې امریکايي مذاکرات کار يوې بلې ورځې ته اړتيا لري چې د مېکانزم نور تفصيلات بشپړ کړي.

طالب وياند د درېمې ورځې د مذاکراتو وړاندې دغه خبرې کړي دي.

د راپورونو ترمخه د طالبانو سره د خبرو بشپړېدو وروسته به امریکايي ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د کابل سفر کوي او افغان مشرتابه به په موافقنامه خبروي.

خليلزاد د نهم پړاؤ د خبرو دپاره د امریکا څخه د روانېدو په وخت ويلي ؤ چې د قطر او افغانستان سفر به کوي.

امریکايي استازي او په قطر کې د طالبانو وياند سهېل شاهين دواړو ويلي په موقتي حکومت جوړولو يې هيڅ خبرې نه دي شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG