لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکشمیر پسر روانه شخړه کې نړۍ ولې دپاکستان ترشا نه ودریږي؟


ټاکل شوې ده پاکستان کې سبا دجمعې په ورځ کشمیریانو سره دیووالي ورځ نمانځل کیږي ا‌ؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان دټول قام څخه غوښتنه کړې ده چې کشمیریانو سره دیووالي ښودلو دپاره باید تر نیم ساعت پخپل ځائ ولاړ پاتې شي .

خو څېړونکي وایي د وزیراعظم عمران خان په وینا دخلکو ترنیم ساعته ودریدل دکشمیر خلکو ته هیڅ ګټه نه رسوي اؤ داسې ښکاري چې نړۍ دکشمیر په مسله دپاکستان ملاتړ ته چمتو نه ده اوس ځکه پاکستان په هند دفشار راوړلو دپاره په اندروني توګه داسې واړه واړه ګامونه اخلي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د زیارت په ورځ پخپله یوه اداریه کې لیکلي قام ته پخپله وروستۍ وینا کې دعمران خان دا ژمنه دستائیلو وه چې ویلي یې وؤ د کشمیر په وضعیت به نړیواله ټولنه خبروي اؤ دنړۍ ملاتړ به ترلاسه کوي، خو ډان ورځپاڼه بیا لیکي چې دکشمیر په وضعیت نړۍ بیخي ځان غلی کړی ایا په داسې حالاتو کې به دپاکستان لخوا په اندروني کچ کشمیریانو سره دیووالي دپاره اخستل کېدونکي ګامونه پوره وي؟

ډان لیکي که پاکستان کې دکشمیریانو سره یووالي ښودلو دپاره مظاهرې کیږي یا خلک پخپل ځائ ودریږي دا پخپل ،دپاکستان دپاره تر دې اړینه داده چې دکشمیر په اړوند خپله ډپلوماسي نوره هم پیاوړي کړي اؤ دټولې نړۍ پام کشمیر کې دبشري حقونو څخه روانې سرغړونې ته راوګرځوي.

دنړیوالو چارو څېړونکي ډاکټر اعجاز خټک وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دپاکستان دحکومت لخوا کشمیریانو سره دیووالي د ورځې نمانځلو یو مقصد دا کیدای شي ترڅو پاکستان هند اؤ نړۍ ته داتاثر ورکړي چې په حکومت د ولس لخوا د کشمیر په اړوند دګامونو اخستلو فشار دی.

اعجاز خټک وایي تراوسه نړۍ دکشمیر په شخړه دپاکستان هغسې ملاتړ نه دی کړی څنګه چې ولس یا حکومت هېله لرله اؤ ددې عمده علت دادی چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې نړیواله ټولنه دپاکستان څخه ډیره خوشحاله نه ده پاتې شوې .

ښاغلي خټک وایي دکشمیر په لانجه دنړۍ هیوادونه ځکه هم دپاکستان ملاتړ نه ډډه کوي چې داکثرو هیوادونو هند سره خپلې اقتصادي ګټې تړل شوي اؤ په پاکستان کې سیاسي اؤ اقتصادي بې ثباتي یې مخه نیسي چې دهند سره په اړیکو پاکستان ته فوقیت یا ارزښت ورکړي.

دپاکستان پخوانی سفیر اؤ دسیاسي چارو څېړونکی ښاغلی ایاز وزیر هم وایي چې پاکستان تر هغې دکشمیر په ستونزه دپیاوړې ډپلوماسۍ په پوزیشن کې نه دی ترڅو چې ټول قام،میډیا اؤ نورې ادارې دکشمیر په اړوند یوه خوله نه وي.

هغه وویل چې سیاسي ډپلوماسۍ دپاره هیواد کې سیاسي اؤ اقتصادي ثبات اؤ ملي یووالی اړین دی ،هله به نړۍ دپاکستان خبرې ته غوږ ږدي.

ښاغلي ایاز وزیر وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې وویل دکشمیر د ستونزې هواری د دوؤ لارو ممکن دی چې یوه لاره د دواړو هیوادونو ترمنځ دجګړې ده کومه چې دټولې نړۍ په زیان تمامیږي اؤ بله لاره د نړیوالې ټولنې په دې ستونزه کې منځ ته رادانګل اؤ دحق په لوري ودریدل دي.

خو هغه وایي تر ټولو مهم کردار به پخپله دکشمیر خلکو ته ادا کول وي اؤ هغوئ ته به نړۍ ته خپل دا غږ رسول وي چې هغوئ دهند لاندې ژوند کولو ته تیار دي که نه.

هند په پینځم اګسټ دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی چې په دې دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې ترینګلې شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان په دې مسله د دواړو هیوادونو ترمینځ دایټمي جګړې اندېښنه هم ښودلې ده.

خو څېړونکی اعجاز خټک وایي د دواړو ایټمي هیوادونو چارواکي په دې خبره پوهه دي چې د کشمیر په ستونزه د دوؤ ایټمي قوتونو جګړه دهیچا په ګټه نه ده نو ځکه تر خپله وسه به دواړه خواوې دجګړې نه د ځان رانغښتلو هڅې وکړ

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG