لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: پاکستان به لومړی اټومي وسله نه کاروي


واشنګټن: د رویټر خبري ادارې په یو راپور کې ویلي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان به لومړی د هند په وړاندې خپله اټومي وسله نه کاروي.

خان دغه څرګندونې له خپل سیال هندوستان سره د کشمیر پر سر د روانې شخړې په ترڅ کې کړې ده کومه چې د هند لخوا د اګسټ په پنځمه نېټه د هندي کشمیر د ځآنګړي حیثیت د ختمولو په غبرګون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ راپورته ته شوې ده.

خان ویلي: "مونږ دواړه اټومي وسلې لرو. که فشارونه نور هم زیات شي نو نړۍ ښايي له خطر سره مخ شي."

خان دغه خبرې په لاهور کې د سیکانو یوې مذهبي ټولنې ته د وینا پر وخت کړي دي.

د کشمیر پر سر فشارونه زیات شوي او خپله دغلته د امنیتي ځواکونو لخوا په هغو لاریون کونکو باندې اوښکې بهونکي ګازونه کارول شوي کومو چې په امنیتي ځواکونو باندې کاڼي ورول.

وزیر اعظم عمران خان تر اوسه پورې د نړیوالو لخوا د هند ددغو کړنو په غندلو باندې ټینګار کړی او د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي باندې یې د بشري حقونو د تیري تورونه لګولي.

په کشمیر کې مسلمانان اکثریت دي او کشمیر د هند او پاکستان تر منځ وېشل شوی خو دواړه هېوادونه د ټول کشمیر دعوا کوي او له همدې امله د هندو او پاکستان ترمنځ پرې تر اوسه پورې له دریو جګړو څخه دوه د همدې مسلې له امله شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG