لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصباح الحق دپاکستان دکرکټ لوبډلې مشر روزونکی اؤ وقار یونس دباولرانو د روزنې مشر وټاکل شو


دپاکستان کرکټ بورډ دپاکستان دملي لوبډلې پخوانی کپتان مصباح الحق دکرکټ لوبډلې دګمارنې مشر اؤ ستر روزونکی یا هیډ کوچ ټاکلی اؤ ددې ترڅنګ یې پخوانی لوبغاړي وقار یونس ته د بولرانو د روزنې ذمه وارۍ سپارلي دي.

دنهې په ورځ دکرکټ بورډ لخوا خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د کرکټ په چارو کې د روڼوالي اؤ احتساب دنظام راوستلو په غرض مصباح الحق ته واک ورکړل شوی چې هغه باید لوبډلې دپاره پخپله د لوبغاړو ټاکنه وکړي.

مصباح الحق اؤ‌ وقار یونس ته دا نوې ذمه وارۍ د راتلونکو درېو کلونو دپاره سپارل شوي دی.

تر دې وړاندې وړاندې ښاغلي مصباح الحق دکرکټ کمیټې دغړي په توګه دنده ترسره کوله خو په نزدې وختونو کې یې له دغې دندې استعفا ورکړې وه اؤ د کوچ یا روزونکي دمنصب ترلاسه کولو خواست یې وروسته له هغې کړی ؤ چې د پاکستان کرکټ ټيم دپخواني کوچ مکي ارتهر دماموریت درې کلنه موده پائ ته ورسیدله.

پاکستان کرکټ بورډ دکال۲۰۱۹م په نړیوال جام کې له ماتې خوړلو وروسته دګمارنې دکمیټې اؤ د روزنې دمامورینو د ماموریت دمودې نه غځولو پرېکړه کړې وه.

دپاکستاني لوبډلې پخواني مشر مکي ارتهر ویلي وؤ که هغه ته د راتلونکو درېوؤ کالو دپاره خپله دنده بیرته ورسپارل شي نو لوبډله به پیاوړې کړي خو کرکټ بورډ دهغه دغه غوښتنه نه وه منلې

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG