لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د هندي درملو په راوړلو بندیز لېرې خو په نورو توکو لا پاتې دی


پاکستان له ھند څخه د درملو په وارداتو یا درمداتو باندې بندیز لېرې کړی دی او وایي په نورو سوداګریزو توکو بندیز دی خو د دوایانو تجارت به آزاد وي.

دا خبر په پاکستان کې د ډان په نامه انګلیسي ژبې ورځپاڼې د سوداګرۍ د وزارت له خولې خپور کړی دی.

د پاکستان او ھند تر منځ تېره میاشت د کشمیر د لانجې پر سر پاکستان له هند سره خپلې سوداګریزې اړیکې ځنډولې وې خو د هېواد دننه د درملو کمپنیو ویلي وو چې د خام مال له بندیدو سره به دوایانې ګرانې شي او په مارکېټ کې به بحران پیدا شي.

دغې ستونزې ته په کتلو سره د پاکستان حکومت دا پرېکړه وکړه چې د ژوند د بچ کولو دوایانو او خام مال پابندي نه شته.

د طب کارپوھان وايي، دا یو ښه پرېکړه دہ او له دې سرہ به د غریبو خلکو لپاره ګټه وشي او ھغوی بہ له ګرانو دوایانو له اخېستلو څخه بچ شي.

ډاکټر جاوید اقبال وايي، له دې پرته له حکومت سرہ بل کومه لار ھم نشته چې د دوایانو اړتیا پرې پوره کړي.

د دوایانو ماهر ډاکټر ریاض علي وايي، پاکستان ته زیاتې دوایانې له هند او چین څخه راځي او پاکستان کې په پاکستان کې ورته اړتیا هم زیاته ده.

دی وايي، خلک خپله هندي درمل غواړي ځکه چې ارزانه دي.

د هند او پاکستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه لسو کروړو روپیو ته رسېږي چې په دې کې ۸۰ سلنه تجارت د دوایانو او خام مال کېږي.

په دغو درملو کې د ټي بي، کېنسر، زړه ناروغیو او د مار او سپیو چیچلو واکسین خام توکي هم له هند نه راځي.

په پاکستان کې د دوایانو تر ۱۰۰۰ زیاتې کمپنۍ کار کوي خو اکثره د کمپنۍ د هند په خام مال باندې چلېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG