لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني د ملي امنیت د مشر معصوم ستانکزي استعفا ومنله


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی

د افغانستان د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزي له خپلې دندې استعفا وکړه او ولسمشر محمد اشرف غني هم د نوموړي استعفا ومنله.

ولسمشر محمد اشرف غني، نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جګپوړیو امنیتي چارواکو په یوې بیړنۍ ناسته کې وویل، چې امنیتي مسئولین د امنیتي پیښو په مخنیوي کې پاتې راغلي.

هغه وویل:"ما په ډيره خواشینۍ سره د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ريیس جناب ستانکزي استعفا منظوره کړه."

ولسمشر غني په ننګرهار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د یوه پلار د څلورو ځامنو په وژل کېدو خفګان څرګند کړ او لویې څارنوالۍ ته یې امر وکړ چې دا پیښه په دقیقه توګه وڅېړي.

اشرف غني وايي، زیانمنې کورنۍ او ولس عدالت غواړي نو په دې اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت لویې څارنوالۍ ته لارښونه کوي چې د جلال اباد پیښه د هیواد د نافذه قوانینو له مخې په جدي توګه وڅیړي.

د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرپه مرکز جلال اباد ښار کې تېره شپه عملیات وکړل او د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژلو ادعا یې وکړه چې د دې ریاست په وینا له داعش ډلې سره تړلي و.

ځايي خلکو نن د اعتراض په ډول د څلورو وژل شویو وروڼو جسدونه جلااباد ښار ته انتقال کړل او له داعش ډلې سره د وژل شویو کسانو د اړیکو درلودل یې ردول.

ولسمشرغني د زیارت په ورځ په امنیتي ناسته کې د کابل په شش درک سیمه کې د موټربم چاودنه وغندله او دا یې د وحشت عمل یاد کړ.

د کابل ښار د ۹ امنیتی حوزې اړوند د شش درک سیمه کې د موټربم په شوي برید کې ۱۰ تنه عام ولسي خلک وژل شوي او۴۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

د برید پړه طالبانو پرغاړه اخیستې او ویلي یې دي چې په یاد برید کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو کتار په نښه شوی او د ګنو کورنیو او بهرنیو پوځیانو د وژلو ادعا یې کړې.

د کابل برید چې د افغان چارواکو او د پیښې د عیني شاهدانو په وینا د عامو ولسي خلکو په منځ اوپه عمومي سړک ترسره شوی د نړیوالې ټولنې په ګډون ګڼو سفارتونو یې غندنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG