د ملګرو ملتونو د روغتیا اداره (ډبلیو اېچ او) وايي، په جنګ کې دومره خلک نه مري څومره چې خپل ځان په خپله وژني یعنې خودکشي کوي.
د یادې ادارې د رپورټ ترمخه په ټوله نړۍ کې هر څلویښت سیکنډ پس یو تن خودکشي کوي.
د ډبلیو ایچ او د رپورټ ترمخه هر کال لږ تر لږ 800000 (اته لکه) کسان خپل ځان په خپله وژني او کوم چې د ملیریا یا سینې د سرطان او یا په جنګونو کې د مړه شوو کسانو د شمیرو په مقابله کې ډیر زیات دي.
رپورټ وايي، زیاتره خلک د تیزندۍ، زهرو او ټوپک تماچه پواسطه خودکشي کوي. ډبلیو ايچ او په حکومتونو غږ کړی چې د ذهني فشار په کمولو کې له خلکو سره مرستې وکړي چې د ځان وژني پیښو مخنیوي وشي.
رپورټ وايي، ځان وژنه( خودکشي) د نړۍ د عام صحت یوه مسله ده، چې د هر عمر، جنس او د سیمې خلک ترینه اغیزمند کیږي.
د رپورټ تر مخه هغه ځوانان چې عمرونه یې د 15 او 29 کالو په منځ کې وي د مرګ اولنې سبب د سړکونو حادثات وي او دویم سبب خودکشي ده.
د پیغلو جینکو چې عمرونه یې د 15 نه 19 کلنو ترمنځ وي د مرګ اولنې سبب د ماشوم زېږول او له هغې وروسته دویم سبب ځان وژنه ده.
هم دغه شان د 13 او 19 ترمنځ تنکي ځوانان اول د سړکونو حادثات، دویم د کورني تاوتریخوالي او دریم د ځان وژنې پیښو د لاسه مړه کیږي.
د ډبلیو ایچ او ډاریکټر جنرل ټیډروس ادانوم ګریبیس وايي، د ځان وژنې مخنیوی ممکن دی او مونږ په ټولږ هیوادنو باندې غږ کوو چې د ځان وژني مخنیوي لپاره د اګاهي پرواګرمونو ته په تعلیمي او صحت پروګرام کې ځايي ورکړي.
اداره وايي، د چینجو او ملخانو د وژنۍ دوائیانو ته رسايي محدود کولو سره د ځان وژونکو پیښو کې کمې راتللې شي.
د ډبلیو ایچ او د رپورټ ترمخه سري لنکا کې د چینجو او ملاخانو د وژنۍ دوائیانو باندې بندیزونو سره د خودکشۍ (ځان وژنۍ) شرح کې 70 فیصده کمې راغلي. او د کال 1995 او 2015 ترمنځ د 93000 خلکو ژوندونه بچ کړلې شوي دي.
پدغه څیړنیز رپورټ کې معلومه شوي چې په مالداره هیوادنو کې د ښځو په نسبت په سړو کې د خود کشۍ (ځان وژنې) شرح دری چنده زیاته ده خو په غریب او اوسط درجې هیوداونو کې د ښځو او د سړو د خودکشۍ تناسب یوشان دی.