لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: افغانستان کې مو په تېرو څلورو ورځو کې دوښمن سخت ځپلی


واشنګټن: ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، په تېرو څلورو ورځو کې یې (په افغانستان کې) دوښمن سخت ځپلی.

هغه وايي، د تېرو څلورو ورځو په اوږدو کې مو دوښمن دومره ځپلی چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

ښاغلي ټرمپ دا خبره په یو ټویټ کې کړې ده.

"مونږ په افغانستان کې د پولیس دنده ترسره کوو او دا هغه دنده نه وه چې زمونږ غوره سرتیرو ته ټاکل شوې وه. زمونږ سرتیري په نړۍ تر ټولو ښه دي."


کېدای شي ولسمشر ټرمپ دا ټویټ ځکه کړی وي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پمپیو امریکايي خبري ادارو ته د یکشنبې یا اتوار د ورځې راهیسې وايي، چې په افغانستان کې يې نږدې زر وسلوال طالبان وژلي دي.

ولسمشر ټرمپ دغه ورستۍ څرګندونې وروسته له هاغې وکړې چې له طالبانو سره یې روانې د سولې خبرې ودرولې او له ولسمشر اشرف غني او طالب مشرانو سره یې د امریکايي ولسمشرانو په مشهور استراحت ځای، کېمپ ډېوېډ کې ټاکل شوې ناسته رد کړه.

XS
SM
MD
LG