لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسریلنکا کرکټ لوبډلې ۱۰ؤ وتلو لوبغاړو پاکستان کې له لوبېدو انکار کړي


دسریلنکا کرکټ بورډ ویاند ویلي دهغوئ ۱۰ؤ وتلو لوبغاړو دامنیتي اندېښنو له امله د روانې میاشتې په وروستیو کې پاکستان کې کېدونکو دکرکټ سیالیو کې له لوبېدلو انکار کړی دی.

کوم ۱۰لوبغاړي چې پاکستان ته ورتګ څخه انکاري شوي هغوئ کې د یو ورځېنو لوبو کپتان دیموتهـ کرونارتنی،د ټي ۲۰کپتان لسیتهـ ملنګا،پخوانی کپتان اجیلو میتهیوز،سورنګا لکمل،دهننجاډي سلوا،دنیش چندي مل،نروشان ډک ویلا اؤ تشارا پریرا شامل دي.

راپورونه وایي د روانې میاشتې وروستیو کې په پاکستان کې لوبېدونکې یو ورځنۍ سیالۍ کې به د سریلنکا دلوبډلې مشري لاهیرو تهري مانی کوي اؤ داشون شنا به لاهور کې د کېدونکو ټي ۲۰سیالیو کپتاني په غاړه لري.

دسریلنکا دلوبغاړو پاکستان ته د ورتګ نه په انکار د پاکستان کرکټ بورډ‌ پخپل غبرګون کې ویلي چې سریلنکا سره ټاکلې لوبې به دخپل مهال ویش په اساس په ټاکلي وخت ترسره کیږي اؤ دلوبغاړو دلته راتګ یا نه راتګ هیڅ فرق نه کوي.

دپاکستان جیو ټي وي د پاکستان کرکټ بورډ دچارواکو له خولې ویلي چې پاکستان ته دسریلنکا دسئنیر لوبغاړو نه راتګ دسریلنکا دکرکټ کورنۍ معامله ده خو پاکستان هڅه کوي چې دغه لوبډله د دوؤ ټسټ لوبو لړکې لږ تر لږه دې ته اماده کړي چې یوه لوبه په پاکستان کې وکړي.

باید وویل شي دا به دپاکستان دننه لس کاله وروسته وړومبی ځل وي چې نړیوال کرکټ به پکې وشي.

په وروستي ځل کال۲۰۰۹م کې سریلنکا پاکستان کې یو ورځنۍ سیالۍ کړې وه چې یوه سیالي پکې پاکستان اؤ دوه سریلنکا ګټلې وې

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG