لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې دپاکستاني طالبانو دمشر په ګډون په ۱۵کسان نړیوال ترهګر وګرځول


امریکې د۱۱م ستمبر دپېښو دیاد په موقعه دپاکستاني طالبانو دمشر مفتي نور ولي محسود نوم هم دنړیوالو ترهګرو نوملړ ته وراچولی اؤ په یو شمیر ترهګرو اؤ دهغوئ په همکارانو یې دنوؤ بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.

دامریکې دخزانې محکمې پخپل یو بیان کې ویلي دا نوي بندیزونه د حماس،القاعده،داعش اؤ دایران دسپاه پاسداران په ۱۵ؤ مشرانو لګول شوي دي.

دخزانې وزارت وایي چې دا نوي بندیزونه په دې وروستیو کې صدر ډانلډ ټرمپ دیو صدارتي حکم په اساس لګولي دي.

د مفتي نور ولي محسود په مشرۍ کې دپاکستاني طالبانو تحریک په دې وروستیو کې دپاکستان دننه یو شمیر ترهګریزو بریدونو کې دګڼو خلکو د وژل کیدو پړه پغاړه اخستې ده اؤ امریکه وایي چې دپاکستاني طالبانو مشر دامریکایي اؤ افغان ځواکونو په ضد پر جګړه باور لري.

دامریکې دخزانې وزیر پخپل بیان کې ویلي چې دنائن الیون دبریدونو راپدیخوا امریکې دترهګرۍ مخنیوي دپاره خپل ټول پام پېښو خطرو ته ګرځولی.

هغه ویلي چې “دترهګرۍ دمخنیوي په اړوند دصدر ټرمپ دصدارتي امر زمونږ واکونه نور هم پیاوړي کړي چې له امله به یې دترهګرو ډلو اؤ دهغوئ دمشرانو په ضد غوره ګامونه واخستل شو”

په کومو ترهګرو چې دامریکا لخوا دا نوي بندیزونه لګول شوي هغې کې په ترکي کې میشت دحماس د مالي چارو مسول ظاهر جبرین،دقدس ځواکونو مشر سعید ازادي اؤبرازیل کې میشت دالقاعده یو مهم شر ملاوي هم شامل دی چې افغانستان کې دداعش لیکو ته دجنګیالو ورننویستلو دنده پرغاړه لري.

دنوؤ بندیزونو له مخې به ددې ترهګرو په امریکا کې موجود ټول جائیدادونه ضبط کولی شي او امریکایان به په هیڅ توګه دوئ سره څه رقم کاروبار نه شي کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG