لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو ادب عهد سازه شاعره الف جانه خټکه د۹۲کالو په عمر وفات شوه


په پښتو ادب کې دمیرمنو دبرخې عهد سازه شخصیت اؤ وتلې شاعره الف جانه خټکه د ۹۲ کالو په عمر کې دفالج دناروغۍ له امله دخالي په ورځ وفات شوې اؤ دکرک ضلعې په خپل پلرني کلي احمدي بانډه کې خاورو ته سپارل شوې ده.

الف جانه خټکه په هاغه وخت کې دپښتو شاعرۍ میدان ته راوتلې وه چې دمیرمنو برخه پښتو ادب کې دنشت برابر وه اؤ هغې په کال۱۹۴۵م کې دستر ملت پښتون ملت پاله مشر باچا خان په مدیریت کې په خپریدونکې پښتو مجله پښتون کې دپښتنو دبیدارۍ دپاره خپل انقلابي شعرونه اؤ نظمونه خپرول.

دالف جانې خټکې د ژوند اؤ ادبی خدماتو څخه خبر دسیمې یو لیکوال ښاغلي اسحاق خټک وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي دهغې په جنازه کې په ګڼ شمیر ملت پالو سیاستمدارانو،لیکوالانو،شاعرانو اؤ دسیمې خلکو په ګڼ شمیر کې برخه اخستې اؤ دهغې دژبې اؤ ادب دپاره خدمات یې په زرینو ټکو کې ستائیلي دي.

شاعر اؤ خبریال ښاغليروښان یوسفزی د الف جانې خټکې مړینه دپښتو ادب دپاره یو ستر زیان بللی اؤ ویلي یې دي چې داسې عهد ساز شخصیات په یوه ټولنه کې چرته په پیړو وروسته په نصیب پیدا کیږي

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي روښان یوسفزي ویلي “ بي بي داسې وخت کې شاعري شروع کړه کوم وخت چې به ډیرو کمو زنانه و په خپل نوم شاعري کوله اؤ د بي بي د شاعرۍ محور د پښتنو ستونزې په خصوصي توګه جهالت ؤ او زیاته شاعري یې په تعلیم کړې ده”

دلیکوال اسحاق خټک له مخې الف جانې خټکې تر اتم ټولګي په مکتب کې زده کړې وې خو بیا یې وروسته د پرائیوټ یا شخصي تعلیم دلارې پښتو اؤ اردو ژبو کې تر ماسټرۍ لوړې زده کړې وکړي اؤ دتعلیم په محکمه یې ماموریت پیل کړو.

هغه وایي بي بي دتعلیم په محکمه کې خپل غوره خدمات ترسره کړي وؤ حتی چې هم ددغه محکمې څخه پنشني شوې وه خو هغې دخپل ماموریت په موده کې هم دژبې اؤ ادب خدمت نه ؤ پرېښودی.

اسحاق خټک وایي الف جانې خټکې په ځوانۍ واده کړی ؤ خو دغه واده یې ناکام شوی ؤ، اولاد یې نه درلودو نو ځکه یې ژوند د وریرونو په کور کولو.

هغه شاوخوا لس کاله وړاندې فالج وهلې اؤ په کټ پرته وه چې له دې امله یې حافظه کمزورې شوې وه اؤ دلیک اؤ تخلیق څخه پریوتې وه.

کله چې الف جانه خټکه دناروغۍ له امله په کټ پریوتې وه نو په هاغه مهال افغانستان کې دحامد کرزي حکومت ؤ اؤ هغه دافغانستان څخه میرمن خټکې ته دنیکو هیلو ترڅنګ دګلونو ګېډۍ هم رالیږلې وې.

دالف جانې خټکې د ژبې اؤ ادب دپاره دخدمات د اعتراف په توګه دخیبرپښتونخوا صوبې پخواني وزیراعلي امیر حیدر خان هوتي دهغې په کلي کې دالف جانه په نوم د جینکو دیو ډګري کالج منظوري هم ورکړې وه چې ددغه کالج وداني دتیرو پینځوؤ کالو راسهې جوړه شوې ده خو لا یې په رسمي توګه پرانسته نه ده شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG