لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختیا په فنډونو ځان غلی کړی"


د پخوانۍ فاټا صوبايي اسمبلۍ حکومتي او مخالفه ډلو غړي وايي، چې د دوي سیمو ته نه خو د ترقۍ فنډونه ورکړل کېږي، نه ورسره حکومت ددې څه تفصیل شریکوي.

دا خبرې د باجوړ نه د تحریک انصاف گوند د صوبايي اسمبلۍ غړي انورزېب او د مومندو د سیمې نه د عوامي نېشنل گوند غړي نثار مومند کړي دي.

وي او ای ډیوه په لویه خېبر پښتونخوا پروگرام کې د تحریک انصاف د اسمبلۍ غړي انورزېب وویل چې خپلو مشرانو لخوا ورته یواځې تسلۍ ورکړی کېږي خو ولس اوس ډېر هوښیار شوې دی او عملي کارونه غواړي.

انورزېب زیاتوي چې ترڅو خلکو په مېدان د پرمختیا کارونه لیدلی نه وي نو یواځې په تسلو هغوي نشي مطمېنه کېدلی.

د قبايلي سیمو په پښتونخوا صوبه کې د ورگډولو په وخت د پاکستان حکومت ویلي وو چې تر لسو کالو پورې به هر کال د پاسه ١٠٠ اربه روپۍ د پرمختگ د کارونو لپاره ورکړی کېږي خو ددغه سیمو منتخب غړي وايي چې دوي سره تر اوسه نه خو حکومت مشاورت کړی نه د ترقۍ فنډونه ورکړل شوي دي.

تحریک انصاف د اسمبلۍ دغه غړی وايي، چې د گل یا دوشنبې په ورځ د صوبې اعلی وزیر پېښور کې په ضم شویو سیمو کې د پرمختیا د کارونو په اړه غونډه رابللې وه خو دوي ترې ناخبره ساتل شوي او سرکاري او انتظآمي افسرانو سره پکې مشورې کېږي.

د مومندو نه د عوامی نېشنل گوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند بیا وویل چې د صوبې حکومت ورسره نه یواځې پرمختیا په کارونو بلکې د فاټا په اړه په هېڅ یوې خبره کې مشوره نه کوي.

دې زیاتوي چې حکومت د خاصه دار فورس په پولیس کې د ضم کېدلو د خپلې وعدې نه وروسته شوی دی او د پاسه ٢٨٠٠٠ خاندانونه یې د معاشي مشکل سره مخ کړي دي.

نثار مومند وویل چې د مومند د ډیم په سر هم په خلکو کې اندېښنې موجودې دي حکومت ځايي خلکو ته د روزگار ورکولو وعده کړې وه خو اوس پکې د بهرنیو سیمو خلکو ته روزگارونه ورکړی کېږي، د خلکو نه ډېر په کمه بیه د ډېم لپاره مځکې اخېستل کېږي.

نثار مومند خبرداری ورکړو چې که حکومت د قباېلو سره شوي لوظونه پوره کوي نو د نورو سیمو د اسمبلۍ غړو سره په شریکه به په احتجاج لاس پورې کړي او د ډېم په اړه یې د شورو یا چارشنبې په ورځ د مومندو سیمې د ولس غونډه هم رابللې ده.

نثار مومند وايي، چې ده سره سخته یره ده چې د ترقۍ فنډونه به یې لکه د پخوا په رنگه ضایع شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG