لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد د دوښمنانو ملا مو ماته کړې ده


Marwa Amini deputy spokesperson for the MOI
Marwa Amini deputy spokesperson for the MOI

د افغانستان په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین د ځانمرګي برید پړه طالبانو منلې چې په کې ۲۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي او لږترلږه ۴۲ کسان ژوبل شوي دي.

افغان چارواکي او د رسنیو راپورونه وايي، په افغانستان کښې په اته ویشتم (۲۸) جولای د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنو د کمپاین پېل کېدو وروسته دا په ټاکنیزه غونډه لومړۍ حمله ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروه امیني ډیوه راډیو ته وویل:

"په ټوله کې د ټاکنو د امنیت لپاره مونږ له اتو میاشتو مخکې په یو جامع پلان کار کړې وو چې له نېکه مرغه تر نن پورې د کمپاینونو مجلسونو، ، د شکایاتو کمیسیون د کار محل او د دوي دفترونو کې امن وو او داسې کومه پیښه نه وه رامنځ ته شوې چې چا ته مرګ ژوبله واوړي".

د طالبانو وسله والې ډلې د وړاندې لا په هېواد کې د ولسمشرۍ لپاره د ټول ټاکنو مخالفت کړی وو. طالبانو ولسي وګړو ته خبردارۍ ورکړی وو چې د انتخابي غونډو جلوسونو کې دې ګډون و نه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو پیغام کښې ويلي که خلک اوس هم په انتخاباتي غونډو کې برخه اخلي او زیانمن شي نو د دې ذمه وار خلک په خپله دي.

د کورنیو چارو مرستیاله ویانده مېرمن مره امیني وايي:

"د افغانستان دښمنانو مخکې هم کوشش کولو چې دغه بریدونه زیات کړي او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې فشار راولي خو له نېکه مرغه مونږ د دوي ملا ماته کړې، په تیرو څو ورځو کې چې مونږ کومه ماته دوي ته ورکړې هغه په تيرو ډیرو کلونو کې نه وه ورکړل شوې او دا د دې ضامن دی چې حکومت د دښمنانو په وړاندې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت همغږي زیاته شوې او هدف مو همدا دی چې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو کچه راټیټه کړو او امینت ټینګ کړو".

په افغانستان کې د ناټو چارواکو مخکښې نه اټکل کړی وو چې کیدای شي په افغانستان کې د تشدد پيښې نورې زیاتې شي.

د دې یو لوی علت دا دی چې امریکا د طالبانو سره د سولې خبرې ختمې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې د خبرو اترو په اخیرې شېبو کې طالبان په ترهګرۍ ګرم کړل او په کابل کې یې په یوه حمله کې د یو امریکايي پوځي د وژلو غندنه وکړه.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG