لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بل ګېټس: د پاکستان او افغانستان نه افریقې ته بيرته د پوليو خورېدو ويره ده

د مايکروسافټ مشر بل ګېټس ويلي په نړۍ کې د پوليو د مخنيوي دپاره هڅې دوامداره ساتي او د پاکستان او افغانستان نه بیرته افریقه ته د پوليو تلو ويره لري.

وايس اف امریکا سره په مرکه کې د نړۍ شتمن بل ګېټس ويلي په افريقه کې پوليو بیا سر راپورته کولی شي او پاکستان په افغانستان کې د پوليو خورولو سبب جوړېدی شي.

نوموړي په پاکستان کې د پوليو مخ په زياتي پېښو په اړوند ويلي په دې لړ کې په وخت د ګامونو اخستو ضرورت دی.

ګېټس دغه خبره په داسې حال کې کړې چې روان کال په پاکستان کې د پوليو د پېښو شمېره ۶۴ ته رسېدلې ده.

د راپورونو ترمخه په افغانستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو ۱۶ پېښې رپوټ شوي دي.

ګېټس ويلي اداره به يې تر هغې په قلار نه کښېني څو پورې چې په نړیوال کچ د پوليو خاتمه نه وي شوي.

هغه زياته کړې د پاکستان او افغانستان نه د پوليو د (وايلډ وايرس) نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

نوموړي ويلي دوي تراوسه خپل کار نه دی بشپړ کړی او د پوليو د خاتمې کار به سرته رسوي.

هغه د پوليو د ختمولو په لړ کې د نايجيريا، د بنګله دېش او هند د ښځو د کردار ستاينه کړې چې ښه رول يې پکې لوبولی دی.

هغه زياته کړې د خلکو سره حکومتونه کولی شي چې د پوليو د مخنيوي په لړ کې کوټلي اقدامات وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG