لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: که پر مونږ برید وشي نو په چټکۍ سره به یې ځواب ورکړو


واشنګټن: د ایران دولتي خبري رسنۍ اېرنا د شورو یا چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ایران امریکا ته یو ډپلوماټیک پیغام استولی په کوم کې چې د سعودي عربستان په برید کې د ایران لاس درلودل رد شوي دي.

په دغه پیغام کې دا خبرداری هم ورکړل شوی، چې که د ایران په وړاندې هر ډول ګام پورته کړای شي نو دوی به یې په چټکۍ سره ځواب ووايي.

همدارنګه، د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، سعودي عربستان باید د خپلو تېلو په چاڼځیو باندې د تېرې اونۍ برید ته د خبرداري په سترګه وګوري چې په یمن کې جګړه ختمه کړي.

روحاني د کابینې یوې غونډې ته د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې هڅه وکړه چې په دغو بریدونو کې له ککړتیا څخه ایران خوندي وساتي.

روحاني وویل، یمنیانو په روغتونو، ښونځیو او د صنعا په بازار باندې برید نه دی کړی بلکه په یو صنعتي ځای یې برید کړی چې تاسو ته خبرداری درکړي.

خو روحاني د امریکا او سعودي عربستان د هغو تورونو په اړه څه و نه ویل چې ګواکې ایران ددغو بریدونو تر شا دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ځي تر څو له سعودي چارواکو سره په دغه هېواد کې د تېلو پر ځایونو باندې د شوي برید په اړه خبرې وکړي.

امریکا باور لري چې دغه برید د ایران لخوا ترسره شوی دی خو ایران دا خبره یو لوی دروغ بولي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس په واشنګټن کې د وینا پر وخت وویل، چې جګ پوړی امریکايي ډپلوماټ به ددغه برید په وړاندې زمونږ په غبرګون باندې خبرې کوي.

په یمن کې هوسي یاغیانو چې د ایران لخوا یې ملاتړ کېږي د شنبې یا خالي د ورځې د دغه برید پړه منلې خو امریکايي چارواکي وايي، له شته شواهدو د داسې څه امکان نه ښکاري.

په دغه برید کې د سعودي عربستان د تېلو تولید نیمايي ته کم شوی و.

نورو امریکايي چارواکو په جلا توګه ویلي دي، له ټولو شویو شواهدو داسې ښکاري چې ددغو بریدونو تر شا د ایران لاس وو.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا ان بي سي نیوز ته د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي دي چې په دغه برید کې له ۲۰ زیاتو بې پیلوټه الوتکو یا ډرونزاو توغندیو څخه کار اخېستل شوی.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان د نهې یا سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددغو بریدونو له امله د تېلو نیمايي کم شوی تولید بېرته سم شوی دی.

هغه زیاته کړې دوی تمه لري چې د سپټمبر تر وروستیو به په ورځ کې ۱۱ میلیونه بېرله تېل تولیدوي.

د تېلو په دغو چاڼځیو کې له برید مخکې د ورځې ۹.۶ میلیونه بېرله تېل تولید کېدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG