لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان له ټرمپ څخه غواړي چې د افغان سولې خبرې بیا پیل شي


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دی به د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه په راتلونکې اونۍ کې وغواړي چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

ټرمپ په ناڅاپي توګه د امریکا په کېمپ ډېوېډ کې له طالبانو سره هغه پټې خبرې کنسل کړې کومې چې ټاکل شوې وې د سپټمپر په اتمه نېټه ترسره شي.

رویټرز خبري رسنۍ راپور ورکړی چې عمران خان دغه خبرې له افغانستان سره د تورخم د دروازې د ۲۴ ساعته پرانېستې په مراسمو کې د وینا پر وخت وکړې او وویل:

(دا به یوه لویه غمیزه وي کچېرې دغه خبرې پر مخ ولاړې نشي.)

هغه وویل، چې دی به د ګل یا دوشنبې په ورځ په نیویارک کې له ټرمپ سره وګوري او په دې خبرې به ټینګار وکړي چې په افغانستان کې د تېرو ۴۰ کالو راهیسې ویجاړی او ګډوډي ده.

(مونږ به خپلې ټولې هلې ځلې وکړو چې دغه خبرې بیا پیل شي.)

خان وړاندې وویل، پاکستان د طالبانو رهبرانو ته لارښونه کړې وه چې د قطر په تېرو خبرو کې ګډون وکړي او د خبرو له کنسل کېدو څخه ډېر ناوخت خبر شول.

هغه دا هم وویل، چې د هغه بل کار به دا وي چې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره هم خبرو ته کښېني.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به په نیویارک کې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG