لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:د ډیورنډ کرښې په اړوند دافغانستان دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی


دافغانستان دولت دتورخم د دروازې دڅلېریشت ساعته پرانستلو ګام ستائیلی خو ددې ترڅنګ یې واضحه کړې چې د ډیورنډ دکرښې په اړه د افغانستان دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

دپنجنشنبې په ورځ دافغانستان د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي یو خبري کانفرنس ته په وینا کې وویل د تورخم دتجارتي دروازې په پرانستلو سره پاکستان دافغانانو لپاره یو سهولت رامنځته کړی ترڅو افغانان وکولی شي ۲۴ ساعته له تورخمه تیرشي که هغوی مریضان دي او که تجاران دي دا یو اداري سهولت دی چې رامنځته شو او دا هیڅ یو سیاسي تصمیم هم نه دی.

نوموړي وویل"هغه څه چې په لوحه کې لیکل شوي دي هغه دپاکستان دریځ دی مونږ یې په رسمیت نه پيژنو،زمونږه سیاسي موقف کاملا واضح دی دا فرضي خط د ډیورنډ دی او دا دې ډیره واضحه وي"

پاکستان د افغانستان سره لګیدلې د ډیورنډ کرښې ته دنړیوال سرحد نوم ورکوي خو افغانستان مدام د نړیوالې پولې په توګه ددې کرښې د منلو څخه انکار کړی چې په دې معامله زیاتره وخت د دواړو هیوادونو اړېکې تاؤژنې پاتې شوي دي.

دوه ورځې وړاندې دتورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانستې په مراسمو کې دپاکستان وزیراعظم عمران،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او دافغانستان ننګرهار ولایت د والي په ګډون یوشمیر افغان اوپاکستانیو تجارانو او چارواکو برخه اخستې وه.

د ۲۴ ساعته دتورخم لارې دپرانیستلو پرمهال په یوې تختې چې د"بارډر" کلیمه یې هم پرې لیکلې وه د دواړو هیوادوو چارواکو دپیتې په پریکولو سره له هغې څخه پرده لرې کړه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دسولې په اړه خبري کنفرانس ته وویل چې له طالبانو څخه دسولې ادرس ورک شوی او په وینا یې دسولې ادرس په افغانستان کی دی.

نوموړي دسیمې او ګاونډیو هیوادونو څخه وغوښتل چې دافغان حکومت په مالیکت او مشرۍ دسولې له پروسې ملاتړ وکړي.

"طالبانو ته باید په وضاحت سره ووایم چې دوی دسولې ادرس ورکړی دی دسولې ادرس په افغانستان کې دی،د تاوتریخوالی پای ته رسول او دافغانستان دولت سره دمذاکراتو پیلول دیوې سرتاسري پروسې پیل دی چې په افغانستان کې به دسولې سبب ګرځي"

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دناامنیو پیښې، جګړې او بریدونه زیات شوي او ټاکل شوې چې سپتمبر په ۲۸ نیټه د ولسمشرۍ انتخابات هم ترسره شي.

دا په داسې حال ده چې ولسمشر محمد اشرف غني اوړمه ورځ‌ دپاکستان صدراعظم عمران خان ته ټیلیفون کړی و او دواړو مشرانو دسولې او په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په تړاو خبرې وکړې.

دولسمشر ویاند صدیق صدیقي دخبري کنفرانس پرمهال وویل ولسمشر غني دپاکستان له صدراعظم څخه غوښتنه وکړه چې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو دامنیت په خوندیتوب کې مرسته وکړي او په وینا یې عمران خان هم دهمکارۍ ژمنه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG