لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاهد اپریدی وایي زړه یې کیږي چې سیاست ته را اوځي


دپاکستان وتلی کرکټ اؤ دملي لوبډلې پخوانی کپتان شاهد اپریدی وایي دهغه زړه کیږي چې سیاست پیل کړي اؤ‌‌ سیاست ته د ورګډیدو په اړوند ورته زیات وړاندیزونه هم شوي دي.

دپاکستان ډان ټي وي سره پخپله یوه تازه مرکه کې شاهد اپریدي ویلي “ماته چې دې هیواد کوم عزت،مینه اؤ نوم راکړی دی دهغې دپاره مې له دې هیواده ځان،اولادوه اؤ ټوله کورنۍ قربان شه”

شاهد اپریدي نه چې کله وپوښتل شول ایا هغه سیاست ته راتلل غواړي نو هغه وویل “په هیواد کې خلک روزګار نه مومي اؤ دغریبۍ ختمولو دپاره د سخت کار کولو ضرورت دی،ماته هم سیاست ته د راتګ وړاندیزونه کیږي اؤ پخپله مې هم زړه غواړي چې سیاست وکړم خو فعالاً دخیریه موسسې دلاندې کار کوم اؤ هغه کار کووم چې دیو سیاستدان مسولیت وي”

دپاکستان موجوده وزیراعظم عمران خان هم سیاست ته له راتګ وړاندې دکرکټ یو لوبغاړی ؤ اؤ دپاکستان دملي لوبډلې مشري یې پغاړه لرله خو وروسته یې خپل ګوند سیاسي ګوند دپاکستان تحریک انصاف په نوم جوړ کړو اؤ د۱۷ؤ کالو له غورځو،پرځو وروسته یې اقتدار ته ځان ورسولو.

دیوې پوښتنې ځواب کې هغه وویل “عمران خان چې قام ته کومې هیلې ورکړي دي اؤ ولس ترې څه امیدونه لري زمونږ دعا ده چې دا هېلې ترسره شي خو وزیراعظم که هرڅوک وي مونږ ته دا مهال یو ملت جوړیدو ته اړتیا لرو”

دښاغلي اپریدي په وینا “پاکستان له څلورو واړو اړخو څحه ګیر دی،مونږ ته دا مهال معلومه ه ده چې دوستان مو څوک دي؟کوم چې مو دوستان دي ،هغوئ مرور ناست دي،مونږ دا وخت یوازې یو. قام هله راپورته کیدلی شي چې کله خپلو کې یو موټی وي”

هغه پخپله دغه مرکه کې دکشمیر په وضعیت هم خبرې کړي ویلي یې دي چې کشمیر کې دانسانیت وژل کیږي،میندې،لوڼه ، زلمي اؤ مشران وژل کیږي اؤ دا ظلم دی

XS
SM
MD
LG