لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ:که هند غاړه کښېږدي،د کشمیر په ستونزه ثالثۍ ته تیار یم


دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکې په طالبانو سخت ګوزار کړی اؤ دهغوئ سره سر دوباره خبرې نه دي پیل شوي.

نیویارک کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره له لیدنې وروسته یو ګډمطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې طالبانو سره د سردوباره مذاکراتو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې صدر ټرمپ وویل " مونږ به ګورو چې څه راپيښيږي، خو زه به دا ووايم چې وزيراعظم(عمران خان) ډير مددګار پاتې شوى او هغه څه کولو ته ليواله دى، هغه غواړي وويني چې څه وشي"

دامريکا صدر ډانلډټرمپ يو وارې بيا پاکستان او هند ته د کشمير په شخړه د ثالث د کردار وړانديز کړی او ويلي يې دي چې پاکستان رضا دی خو که هند رضا شي نو هغه تيار دی چې په دې شخړه د درېم ګړي کردار ادا کړي.

امريکايي صدر وويل چې هغه وړاندې هم وړانديز کړی ؤ چې د کشمير په شخړه د ثالث کردار ادا کړي خو د هند له خوا کوم مثبت ځواب مخې ته رانغلو.

هغه وويل چې ثالثي په هغه شرط کېدلی شي چې دواړه خواوې رضا شي، د يو اړخ نه خو مثبت ځواب راغلی خو د دوېم اړخ رضامندي لا هم نه ښکاري.

د کشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې صدر ټرمپ وويل چې هغه د ټولو سره د يو رقم سلوک قايل دی، پرون چې د هند وزيراعظم په لوبغالي کې کومه ژبه استعمال کړې وه، هغه ډېره جارحانه او تېزه وه.

د ډانلډ ټرمپ په وينا چې عمران خان او مودي دواړه دده ښه ملګري دی امریکايي مشرانو د دې نه وړاندې د پاکستان سره ښه تعلق نه دی ساتلی.

د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان وويل چې هغه دلته د افغانستان او کشمير په اړه خبرې کوي.

د افغانستان په اړه نوموړي وويل ځکه دا خبره کوي چې افغانستان د دوي لپاره مهم دی، پرامن افغانستان د باثباته پاکستان ضمانت دی.

د کشمير په اړه نوموړي وويل چې دی غواړي د دې دورې په مهال لږ تر لږه دا وکړي چې د کشمير نه کرفيو اوچته کړی شي.

هغه امريکايي صدر ته خواست وکړو چې په دې اړه د هند وزيراعظم نريندر مودي سره خبرې وکړي کوم چې امريکايي صدر ومنله او باور يې ورکړو چې په دې اړه به هغه د هند وزيراعظم سره خبرې کوي.

عمران خان زياته کړه چې هغه د امريکايي صدر د ثالثۍ کردار ته د قدر په سترګه ګوري خو له بده مرغه هند خبرو ته تيار نه دی.

امريکايي صدر وويل چې د پاکستان او امريکا ترمنځ تجارت کم دی اؤ دوئ به یې زياتوي.

د پاکستان او هند دواړو هېوادونو مشران دا وخت په نيويارک کې دي او عمران خان به د ستمبر په ۲۷مه نېټه دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ غونډې ته وينا هم کوي.

د هند وزيراعظم تېره ورځ په هيوسټن ښار کې د امريکايي صدر سره په شريکه يوې لويې غونډې ته وينا کړې وه او پرته دپاکستان له نوم اخستو یې په دې هیواد ټکونه کړي وؤ چې "هغه هېواد ته هم زمونږ له پاليسيو مسئله ده چې خپل ملک نه شي سمبالولی"

په کشمير کې دا وخت پاکستان تور لګوي چې د هند حکومت هلته کرفيو لګولې او چا ته هم د بهر تللو يا ازاد ګرځېدو اجازت نشته خو هندي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دا د دوي کورنۍ شخړه ده چې بل هېواد ته پکې د خبرو هېڅ حق نشته.

XS
SM
MD
LG