لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان په حکومت کې پر رسنیو تر پوځي حکومتونو زیات بندیزونه دي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې ګڼ شمېر خبریالانو، د ورځپاڼو مدیرانو، د رسنیو مالکانو او سیاسي څېړونکو له وي او اې سره په مرکه کې ویلي، په 2018م کال کې چې عمران خان واک تر لاسه کړی په دې هېواد کې پر مېډیا پابندي تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

مشهور پاکستانی خبریال عمر چیمه- چې له دي نیوز ورځپاڼې سره کار کوي- یو له هغو خبریالانو دی چې پر پوځ زیاتې نیوکې کوي. د روان کال په جولای کې هغه پر حکومت او پوځ کلکې نیوکې وکړې، چې په نتیجه کې یې د ده منېجر ته ټلیفونونه وشول او له کبله یې ده خپل ټویټر اکاونټ یوه اوونۍ بند وساته.

عمر چیمه او نورو پاکستاني خبریالانو د وي او اې خبریالې ایرم عباسي ته ویلي، څه چې د اظهار پر ازادۍ د بندیز په برخه کې د عمران خان په وزیراعظمۍ کې کېږي، په تېرو حکومتونو کې دومره ناترسه او شدید نه وو. په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې خبریالان د پوځ تر فشار لاندې ګڼل کېږي.

عمر چیمه له وي او اې سره په خبرو کې وویل: "په تېرو وختونو کې پوځ خبریالان اوچت کړي، وهلي ټکولي یې دي او هغوی به یې په ټلیفونونو ګواښل".

خبریالان وایي په پاکستان کې د اظهار پر ازادۍ بندیز لګوونکي له بېلابېلو وسیلو کار اخلي، چې وایي په هغوی کې د ټیلیویژن چېنلونه پر کېبلونو بندول، سرکاري اشتهارونه ختمول، د رسنیو مالکان ډارول او د ټولنیزو رسنیو د یو پوځ په وسیله پر خلکو بریدونه کول دي.

نقادان وایي د عمران خان حکومت او پوځ په ګډه په رسنیو د بندیز لګولو په برخه کې ورځ تر بلې توند ګامونه اخلي چې وایي په تېرو پوځي حکومتونو کې یې هم مثال نه شي موندل کېدای. د ډان انګرېزي ورځپاڼې ایډیټر ظفر عباس وایي:

"په هغه وخت کې خو لږ تر لږه موږ په دې حالت کې وو، چې په ښکاره ووایو چې موږ د پوره حقایقو د خپرولو اجازه نه لرو، خو اوس اکثره رسنۍ درواغ یا نیم ریښتیا وایي، خو شکایت هم نه شو کولای".

وزیراعظم عمران خان په جولای کې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د لیدو په وخت په پاکستان کې پر رسنیو له بندیزه انکار وکړ او د یوه خبریال پوښتنې ته په جواب کې یې په ملنډو وویل: "دا هسې یوه ټوکه ده".

له جیو ټیلیویژون سره کار کوونکی مشهور پاکستانی خبریال حامد میر په سپینه ماڼۍ کې د عمران خان دا دعوه- چې د پاکستان مېډیا په نړۍ کې یوه له ازادو رسنیو څخه ده- ښکاره درواغ وبلله. حامد میر وایي:

"عمران خان په پاکستان کې د مېډیا د ازادۍ په اړه دا ډول دعوه په امریکا کې کولای شي، خو څنګه چې ټرمپ د خپل هېواد پر ناخوښه رسنیو تنقید کوي، عمران خان په پاکستان کې داسې رسنۍ نه یواځې بندولای شي بلکې هغوی د دروغو په تورونو کې را ګیرولای شي".

په لاهور کې د پاکستان د یوه شخصي ټیلیویژن سما بېرو چیف احمد ولید وایي، په پاکستان کې الیکټرانک مېډیا د پروېز مشرف په پوځي واکمنۍ کې وده وکړه او ازادي ورکړل شوه:

"په پوځي واکمنۍ کې پر مېډیا پابندۍ وې، خو دا ډېره ګرانه وه چې لایو جرنلزم لکه ټیلیوژنونه دې کنټرول کړل شي. د سیاستوالو او امنیتي ادارو پر سختو بندیزونو برسېره هم ټي وي چېنلونو خپل ږغ پورته کاوه او مختلفو سیاسي او امنیتي مسایلو یې خبرې کولې".

خبریالان وایي اوس حکومت او پوځ دواړه په شریکه په دې نظر دي چې رسنۍ باید د ریاست رسمي بیانیې ته وده ورکړي او د قومي ګټو په نامه ورباندې تنقید ونه کړي. وایي اوس رسنیو ته "سرې کرښې" ایستل شوې دي چې تر هغه نه شي اوښتلای، خصوصاً د بې درکه کسانو، د ازادي غوښتونکو بلوڅانو او پر پوځ د بشري حقونو د سرغړونو د تورونو په اړه هیڅ نه شي ویلای.

(د وي او ای ډیوه لپاره بارکوال میاخیل ترجمه کړې)

Recommended

XS
SM
MD
LG