لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې راغلې زلزله کې دمړو شمیره۳۱ ته رسېدلې،۴۵۲ ټپيان دي


دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دتیرې ورځې د راغلې زلزلې له امله دمړو شمیره ۳۱ؤ ته رسېدلې اؤ چارواکي وایي چې ۴۵۲کسان ژوبل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ دکشمیر دمیرپور د انتظامیې له خولې ویلي چې د نهې په ماسپښین له راغلې زورورې زلزلې وروسته د شپې هم څو کرته زلزله(افټرشاکش) راغلي چې له امله یې خلک له ویرې له کورونو وتلي اؤ شپه یې دشین اسمان دلاندې په ډاګونو کې تیره کړې ده.

دمیرپور انتظامیه وایي په زلزله کې دمړو شمیر۳۱ ته رسیدلی اؤ ۴۵۲کسان زخمیان دي خو ددې ترڅنګ دې زلزلې زیاته تباهي کړې ده، ودانۍ اؤ پلونه یې غورځولي،سړکونه یې په منځ دوه کړي اؤ ټوله ځاندره یې تس نس کړې ده

دقدرتي افتونو پرمهال دپاکستان دملي ادارې این ډي‌ ایم ای ویاند وایي چې په ژوبلو کې هم د ۱۶۰ کسانو حالت مرګونی دی

دپاکستان پوځ زلزله ځپلو سیمو ته دخلکو دمرستې دپاره رسیدلی اؤ رسنۍ وایي چې په سیمه کې خلک دخوراکي شیانو ترڅنګ د هر رقم اسانیو څخه محروم شوي.

دمیرپور ډپټي کمشنر راجه قیصر دپاکستان یو شخصي ټيلي ويژن سره خبرو کې ویلي چې دغورځېدلو ودانیو لاندې ګیر شوي ټول کسان راویستل شوي اؤ اوس په سیمه کې دمرستو فعالیتونه پیل شوي دي.

هغه ویلي زلزله کې چې دچا کورونه تباه شوي هغوئ خوندي سیمو ته ویستل کیږي.

د امریکې د مځکنۍ سروې په بنیاد د دې زلزلې شدت 5.8 ښوول شوی، چې وایي مرکز یې د پاکستان تر ولکه لاندې د کشمیر میرپور سیمې ته نزدې ؤ.

دنهې په ورځ راغلي دې زلزلې د کشمیر د میرپور، بمبر، کوټلي، باغ، راولاکوټ، هټیا او نیلم درې په ګډون د پنجاب مرکز لاهور، سیالکوټ، سرګودا، ګجرات، ملتان، ساهیوال، رحیم یار خان او د پښتونخوا مرکز پېښور، مانسهره، چترال، مالاکنډ، شانګله، باجوړ او سوات لړزولې دي.

XS
SM
MD
LG