لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان مېرمنې له راتلونکو ټاکنو خوشبینه نه دي


په 2001 کال کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته د خالي یاشنبې په ورځ د افغانستان څلورمې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي.

افغان دولت او هم نړیوال برخه وال په تېرو دوو لسیزو کې په دغه هېواد کې په شويو پرمختگونو باندې ویاړ کوي او په ځانگړې توگه د ښځو د حقونو په برخه کې.

خو د گیلپ یوه ټول پوښتنه ښیي چې شاوخوا نیمایې افغان میرمنې له خپل ژوند نه خوشحاله نه دي، او د خپل غوره راتلونکې لپاره غواړي چې د هېواد نه بل ځاې ته لاړې شي.

ډیرې زیاتې مېرمنې بیا په رایی نه کارولو سره خپل خفگان ښیي.

په کابل کې اوسېدونکې شبنم یوسفي وایي: " په تېرو پنځو کلونو کې حکومت هېڅ د پام وړ کار ندی کړی او په ځانگړۍ توگه دوي د ښځو لپاره څه هم ندي کړي. نور نوماندان هم تشې ژمنې کوي. هیڅ به هم بدل نه شي".

په تېرو شویو ټاکنو کې د درغلیو له تورونو وروسته اوس په افغانستان کې د رایی کارولو لپاره د هر رایی ورکونکي عکس او د گوتو چاپ یا فنگر پرنټس اخېستل لازمي دي.

د مدني ټولنې فعالان اندیښمن دي چې د هېواد هغه برخې چې په کلتوري توگه محافظه کاره دي د ټاکنو چارواکي خلک په دا خبره پوهولو کې ښه کار نه دی ترسره کړی چې د هرڅه به پټ ساتلی شي.

په کندهار کې یوه فعاله مریم دراني وایي: "پدې سیمه کې، دا یوه حساسه مسله ده. په ځانګړې توګه زموږ په کلیوالو سیمو او ولسوالیو کې. دا خو ډیره گرانه خبره ده چې ښځې په دې خبره قانع کړي چې د رایی کارولو لپاره دې د دوي عکس واخېستل شي. هم یوازې د دې ستونزې له وجې به ډیرې ښځې په خپلو کورونو کې پاتې شي".

خو د درې ملیونو نه زیاتو ښځو د رایې ورکولو لپاره خپل ځان ثبت کړی دی. په دغو کې بیا ډیرې پېغلې پر امیده دي اوغواړي چې خپل قسمت په خپل لاس کې واخلي.

په کابل کې اوسېدونکې شبنم نوریس وایي: " موږ به رایه کارو، موږ غواړو چې خپل راتلونکې په خپله وټاکو. دا د هر افغان مسولیت دی. که موږ خپلې رایې ونه کارو نو بیا موږ د راتلونکي حکومت څخه خپل حقونه نه شو غوښتلی".

نوماندان هڅې کوي چې د مېرمنو رایې ترلاسه کړي. اټکل کېږي چې دا ټاکنې به ډیرې نږدې وي او درې ملیونه لوی شمېر دی خو ایا ګټونکی نوماند به خپلې ژمنې پوره کړي دا به لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG