لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېشین ډیویلپمنټ بېنک: سږ د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه تر ټولې جنوبي اېشیا ټیټه ده


واشنګټن ــــ اېشین ډیویلپمنټ بېنک پخپل تازه رپوټ کې د خپلې اندازې له مخې ویلي، چې په روان مالي کال کې به د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه 2.8 فیصده وي، چې وایي دا په جنوبي اېشیا کې تر ټولو ټیټه ده او د افراطِ زر شرحه به یې 12 فیصده وي چې د اتو هېوادونو په کتار کې تر ټولو لوړه ده.

د اېشین ډیویلپمنټ بېنک د 2019م کال سروې رپوټ نن د شورو- چارشنبې په ورځ خپور شوی، چې د پاکستان د اقتصادي ودې د شرحې معلومولو پېشبيني ځنې ایستل شوې ده، خو د افراطِ زر د زیاتوالي په اړه اندازه یې شپږ میاشتې مخکې خپره کړې وه.

اېشین ډیویلپمنټ بېنک یو ځل بیا د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د حکومت پر دویم کال د اقتصادي ځوړتیا په اړه د ټولو اندېښنو څرګندونه کړې ده.

ټاکل شوې چې اېشیایي پرمختیایي بېنک په را روانه نومبر میاشت کې له کلنۍ بودیجې سره د مرستې لپاره پاکستان ته یو ارب او د انرجۍ د ودې لپاره 300 میلینه ورکړي.

په رپوټ کې ویل شوي، د دې اړتیا د پوره کولو لپاره چې پاکستان د کالنۍ بودیجې او بهرنۍ اقتصادي نابرابرۍ ستونځه حل کړي، کېدای شي د کورني پیداوار د ودې (جي ډي پي) له ودې سره- چې روان کال 2.8 فیصده ده- اقتصادي وده نوره هم ورو شي.

اېشیایي پرمختیایي بېنک تر دې وړاندې د روان کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه 3.6 فیصده ګڼلې وه.

په رپوټ کې ویل شوي چې د پاکستان پر کورني پیداوار، لوړو ټیکسونو او په ځانګړې توګه د روپۍ د ارزښت د غورځېدو له اثراتو سره په روان 20-2019 مالي کال کې د افراطِ زر کچه 12 فیصده ته لوړه شوې ده.

رپوټ وایي په افراطِ زر کې د 12 فیصده زیاتوالي اندازه تر هغه ډېره لوړه ده چې د روان 2019م کال په اپرېل کې 7 فیصده ښوول شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت تر له مخه لا د بجلس او ګېس په برخه کې ټیکسونه دوه ځله زیات کړي او د اېشیایي پرمختیایي بېنک د رپوټ له مخې کېدای شي دغه ټیکسونه یو ځل بیا هم زیات کړي.

رپوټ وایي په پاکستان کې د بهرنیو خوراکي توکو، تېلو، سرې او د حیواناتو د خوراکونو د بیو د زیاتوالي یوه وجه د دې هېواد د روپۍ د ارزښت کمېدل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG