لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان صدارتي ټاکنې:دتورخم اؤ چمن دروازې به دوه ورځو دپاره تړلې پرتې وي


افغانستان اؤ‌ پاکستان په ګډ ډول پرېکړه کړې چې افغانستان کې د شنبې په ورځ دکېدونکو صدارتي ټاکنو په مهال به د دواړو هیوادونو ترمنځ د چمن اؤ تورخم سرحدي لارې د هر رقم تګ راتګ دپاره دسبا(جمعه) نه تر دوؤ ورځو تړل شوي وي.

د پنجشنبې په ورځ دپاکستان دسرحدي ملیشا ځواکونو یو ویاند امریکه غږ ډیوه ته ویلي افغانستان کې د خالي یا شنبې په ورځ دکېدونکو صدارتي ټاکنو په مهال دچمن دروازې تړلو پرېکړه دامنیت دټېنګښت په خاطر د دواړو هیوادونو په خوښه شوې ده.

ویاند وایي سبا دجمعې اؤ خالي په ورځ به په دې سرحدي لاره هر رقم تګ راتګ ودرول کیږي اؤ سوداګریزو ګاډو ته به هم اجازه نه ورکول کیږي چې په دې دوؤ ورځو کې په چمن دروازه واوړي.

په عین حال کې د افغانستان دننګرهار ولایت مقام هم پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې دکېدونکو صدارتي ټاکنو له کبله به د جمعې اؤ شنبې په ورځو د تورخم دروازه د هر رقم مسافرو اؤ تجارتي ګاډو پرمخ تړل شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له مخه ګواښ کړی هغوئ به افغانستان کې دکېدونکو صدارتي ټاکنو په پروسه بریدونه کوي اؤ په عامو خلکو یې غږ کړی چې ځانونه باید د ټولټاکنو دپروسې نه په ډډه وساتي.

دافغانستان دپاره دملګرو ملتونو دسرمنشي استازي ښاغلي تدامیچي یاماموتو تیره ورځ په دوحه کې دطالب مشرانو سره لیدلي وؤ اؤ له هغوئ یې غوښتنه کړې چې باید په صدارتي ټاکنو کې دلاسوهنې اؤ هر رقم ګډوډي رامنځته کولو څخه ډډه وکړي خو طالبانو لا نه ده واضحه کړې چې د یاماتو دا غوښتنه یې منلې ده که نه؟

ټاکل شوې ده افغانستان کې دوه ورځې وروسته د شنبې په ورځ صدارتي ټاکنې کیږي اؤ و دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي چې دټاکنو دامنیت دپاره یې بشپړ ګامونه اخستي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند د روانې میاشتې په پیل کې خبریالانو ته ویلي وؤ‌ دټاکنو امنیت دپاره په ټول افغانستان کې ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه چمتو کړل شوي اؤ ۳۰۰۰ نور به تیار ولاړ وي تر څو د ضرورت په وخت ترې استفاده وکړل شي.

XS
SM
MD
LG