لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې کانګو ناروغۍ يو تن مړ کړی


په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې يو تن د کانګو (وايرس) ناروغۍ له امله مړ او د دوه نورو درملنه د پېښور په حيات اباد روغتون کې روانه ده .

د کانګو ناروغۍ پېښه د شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل په حېدر خېل کلي کې مخې ته راغلې او درې کسان يو پلار او دوه زامن کانګو وهلي دي.

په دغو درې واړو کسانو پلار او زامنو کې يو نن په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د مړ شوي تن زوي وسيم وي او ای ډيوه ته پخلی کړی چې پلار يې د حیات اباد په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ويلي په دوي تبه راغلې وه او د میرعلي روغتون ته درملنې له ورغلي خو هلته يې يواځې د تبې علاج شوی او تبه يې نه ښه کېدله.

وسیم له دغې وروسته دوي د پېښور حيات اباد مېډېکل کمپلېکسس ته لاړل او هلته په طبي ټسټونو کې مالومه شوه چې په دوي کانګو راغلې ده.

د شمالي وزیرستان د صحت د څانګې مشر حميدالله هم د حېدر کلي د پلار او زامنو د کانګو د وايرس او يو تن د مړينې پخلی کړی دی.

هغه ويلي دغه کسان چې کانګو پرې راغلې دوي قصابان دي خو دا نه ده مالومه چې دوي ته د کوم څاروي نه کانګو وايرس لګېدلې هغه ځايي څاروي دي که د بهر نه راوستل شوي دي.

د حميدالله په وېنا د افغانستان او هند نه چې دلته کوم څاروي راځي هغو ته ويکسين نه وي شوي او دشمالي وزیرستان په خپلو څارؤ کې د کانګو وايرس نشته.

هغه زياته کړه دوي بیا هم په علاقه کې د کانګو د خاتمې دپاره دوايانې شيندلي او هڅه کوي چې دغه وايرس د علاقې نه ختم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG