لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان:دبهرني تسلط لاندې کېدونکې ټاکنې نه منو،که امریکا جنګ غواړي تیار یو


طالبان وایي هغوئ تر هاغې افغانستان کې دکېدونکو ټاکنو په حق کې نه دي ترڅو چې افغانستان نه په بشپړ ډول بهرني ځواکونه وتلي اؤ افغانانو ته واک نه وي ورکړل شوی چې هغوئ دځان دپاره څنګه دولت یا نظام غواړي.

ټاکل شوې په افغانستان کې سبا شنبه صدارتي ټاکنې کیږي چې طالبانو دټاکنو په دې پروسه له وړاندې د بریدونو خبرداری ورکړی اؤ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي‌ ترڅو چې افغانان په ازاده فضاء کې ساه وانه خلي ترهغې دا ټاکنې بې معنې دي.

امریکا غږ سره خبرو کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ویلي کله چې امریکې اؤ‌ ائتلافیانو یې په کال۲۰۰۱ کې په افغانستان برید کړی ؤ نو هم یې د ټولټاکنو دلارې بهرني‌ تسلط ته دوام ورکړی ؤ.

طالب ویاند وویل کله چې افغان ولس د بهرني تسلط نه په ازاده فضاء کې ساه واخلي اؤ بیا داسې ټاکنې کیږي نو طالبان به هم دافغان ولس دپرېکړې منلو پابند وي.

په افغانستان کې صدارتي ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دتیر کال راهسې قطر کې روانې د سولې خبرې د امریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ ودرولي‌ اؤ ویلي یې دي طالبان مذاکراتو کې دامتیازاتو ترلاسه کولو په غرض ترهګري کوي چې دا امریکا ته دمنلو وړ نه ده.

دطالبانو ویاند سهیل شاهین وویل دافغان شخړې د هواري یوازینۍ لاره سیاسي خبرې دي اؤ که چرې امریکا نه غواړي چې دجنګ پځائ خبرې وکړي نو طالبان هم چمتو دي چې دامریکا سره وجنګیږي.

هغه وویل دقطر خبرو کې امریکا سره ټولې معاملې راټولې شوې وې خو دصدر ټرمپ دمذاکراتو ختمولو په فیصله ټول حیران شوي دي

هغه دعوه وکړه چې دافغانستان ۷۰فیصده سیمې دطالبانو لاس کې دي ځکه نو طالبان دافغانستان اصل قوت دی اؤ‌ اؤ طالبان دخپل ولس دپاره هغه نظام غواړي چې دهغوئ حقونه پکې خوندي و

XS
SM
MD
LG