لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:قبائیل دې دترهګرو له مرستیالو ځانونه هوښیار وساتي


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګول کیدلو له امله دپولې پورې غاړې څخه دترهګرو تګ راتګ کم شوی اؤ دترهګرۍ پېښو کې هم پرله پسې کمی راځي.

جنرال باجوه د جمعې په ورځ افغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا دقبائیلي ضلعې شمالي وزیرستان سفر کړی اؤ دغلته یې د شمالي اؤ جنوبي وزیرستان مشرانو ته پخپله وینا کې ویلي چې قبائیل ولس باید دترهګرو دمرستیالو نه ځانونه هوښیار وساتي.

هغه ویلي پاکستان کې هغه وخت دائمي امن ټېنګیدلی شي چې افغانستان کې امن اؤ ثبات وي اؤ همدغه وجه ده چې پاکستان افغانستان کې دامن دټینګښت اؤ سولې دپاره د زړه دخلاصه خپل رول ادا کوي.

دپاکستان دپوځ لخوا مطبوعاتو ته د ورکړل شوي بیان له مخې جنرال باجوه زیاته کړه “افغانستان زمونږ ورور اسلامي هیواد دی اؤ مونږ چې څنګه پاکستان کې امن ته لیواله یو همدغسې افغانستان کې هم امن غواړو”

دپوځ‌ سرلښکر وویل دطاقت دلارې د تندلارو له منځه وړل کومه لویه خبره نه ده خو پوځ له دې خاطره د زغم اؤ تحمل لمنه نیولې ترڅو دطاقت په کارولو کې عام ولس زیانمن نه شي.

هغه وویل مونږ به خپلو کې د اړونده همکارۍ دلارې ترهګرو ته بشپړه ماتې ورکوؤ اؤ په دې لړ کې دپوځ اؤ ولس دواړو مورال اوچت دی.

پوځي مشر شمالي وزیرستان ته خپل داسفر په داسې حال کې کړی چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې په پوځ دترهګرو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر پوځیان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ وخت په وخت دعوې کوي چې افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګول کیدو له امله دترهګرۍ پېښې کمې شوي دي خو په مطبوعاتو کې بیا هم وخت په وخت په پاکستاني پوځيانو دترهګرو دبریدونو راپورونه خپریږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG