لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مواخذې په وخت د صدر ټرمپ د يوکراین استازي استعفا ورکړه


واشنګټن ــــ د يوکراین لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي کرټ واکر په داسې حال د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې چې په کانګرېس کې د صدر ټرمپ په ضد مواخذه روانه ده.

پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې د يوکراین د صدر نه یې غوښتي وو چې د ده د سياسي حريف جوبایډن او د هغه د زوی هنټر پلټڼې وکړي. رپوټونه وايي صدر ټرمپ په دغه کار غوښتل چې په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د خپل مخالف امېدوار جوبایډن محبوبيت ته زيان ورسوي.

رپوټونه وايي د يوکراین لپاره د صدر ټرمپ خصوصي استازي د جمعې په ورځ د بهرنيو چارو د وزير مایک پمپېيو سره د ليدو کتو وروسته د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې، خارجه وزارت يا سټېټ ډيپارټمنټ لا په دغه موضوع څه نه دي ويلي.

د صدر ټرمپ په ضد د خفيه معلوماتو افشا کوونکي تن په خپلو معلوماتو کې د ښاغلي واکر نوم هم ياد کړی، په دغه برسېره شوو رازونو کې د ده په اړه دا نيوکه ده چې ده د صدر ټرمپ د ځانګړي وکيل روډي جولياني او د يوکراین د چارواکو تر منځ ملاقاتونه برابرول. د دغو رازونو په افشا کېدو سره کانګرس د صدر ټرمپ مواخذه يا ايمپيچمنټ پیل کړی دی.

د صدر ټرمپ په ضد د پټو رازونو افشا کوونکي تن ويلي، نوموړي د جولای په 25مه نېټه د يوکراین د نوي صدر نه کومک غوښتی وو چې دده د سياسي حريف جوبایډن او د هغه د زوی په ضد پلټنې پېل کړې چې ورسره به بایډن د خپل ډيموکرېټک ګوند له خوا د صدارتي امېدوار لپاره کېدونکي ځغل کې هم پاتې راشي او دغسې به په صدارتي انتخاباتو کې صدر ټرمپ ته د بایډن په څېر تکړه حريف په مقابله کې نه وي.

تېره ورځ کانګرس د خارجه وزير مایک پمپېيو ته په رسمي ډول د پېش کېدو امر کړی چې د يوکراین په اړه را برسېره شوي اسناد په يوه هفته کې دننه کانګرس ته وړاندې کړي، په دغه امر کې د خارجه وزارت پينځه چارواکي هم شامل دي چې د يوکراین په سر به په کانګرس کې د اښتنو پوښتنو لپاره وړاندې کېږي، په دغو پينځو چارواکو کې يو د يوکراین لپاره د صدر ټرمپ ځانګړی استازی کرټ واکر هم دی چې د خپلې څوکۍ نه یې استعفی ورکړې.

که څه هم د کانګرس په لاندېنۍ برخه يا هاؤس کې مخالف ډيموکرېټ ګوند د صدر ټرمپ په ضد مواخذه پېل کړې او د هاؤس سپيکرې نېنسي پلوسي ويلي وو چې صدر ټرمپ د آيين سرغړونه کړې ده او هيڅ څوک هم د قانون نه اوچت نه دي ځکه نو د صدر ټرمپ سره به حساب کېږي.

خو صدر ټرمپ په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ويلي یې دي هېڅ بد کار یې نه دی کړی او د کانګرس د استخباراتي کمېټۍ په مشر اېډم شېف يې تور لګولی چې د ده د ټيليفوني خبرو اترو ليکل شوی پېغام يې پخپلو لفظونو کې داسې بيان کړی چې دی پکې ګناهګار ثابت کړي، نوموړي په يو ټويټ کې ليکلي شېف امريکايې ولس ته دروغ ويلي او پکار ده چې د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړي.


اېډم شېف په کانګرس کې د صدر ټرمپ په ضد د مواخذې پېل کېدو په وخت د هغه ليکل شوي پېغام پېښې کولې چې ګنې صدر ټرمپ به د يوکراین صدر ته داسې ويلي وي، خو بيا بيا به يې وېل چې دغه د هغه ليکل شوي پېغام په ضد يوه ملنډه ده.

صدر ټرمپ د زيارت- پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د امريکايي مشن د چارواکو سره د ليدو کتو په وخت ګواښ کړی وو چې په وایټ هاؤس کې کوم چارواکي د پټو رازونو افشا کوونکي تن سره مرسته کړې هغه جاسوس دی او د جاسوس سزا به ورته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG