دپاکستان وزیراعظم افغانستان کې دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو په ناکامیدو ناهیلي ښودلې اؤ ویلي یې دي پاکستان یو ځل بیا دسولې دخبرو په پیل کولو کې دلاس امداد کولو هڅه کوي.
امریکایي ټیلي ويژن سي این این سره یوه مرکه کې وزیراعظم خان ویلي چې افغانستان کې دامریکایي جګړې دناکامۍ پړه دپاکستان پرغاړه اچول کیږی خو داخبره بیخي سمه نه ده ځکه چې افغانستان کې له وړاندې څخه خراب دی.
هغه وویل پاکستان دافغان سولې په پروسه کې دخپل توان په اساس کردار ادا کړی چې دهغې اعتراف هرڅوک کوي خو دا چې اوس دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې خبرې ودریدلي ،پاکستان به هڅه وکړي چې دمذاکراتو په بیا پیل کولو کې خپل غوره رول ولوبوي.
امریکا دتیرکال راهسې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ قطر کې دطالب استازو سره دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ په دې وروستیو کې دواړو خواؤ دعوه کړې وه چې دسولې په یو غوڅ تړون متفق شوي خو تیره میاشت چې کله طالبانو پرله پسې کابل کې ترهګریز بریدونه وکړل نو دامریکې صدر ټرمپ طالبانو سره دسولې خبرې ودرولې.
پاکستان دعوه کوي چې امریکې سره طالبان دسولې خبرو ته پاکستان کښېنولي وؤ اؤ امریکا ته دخپل تیر سفر په مهال وزیراعظم عمران خان تر دې حده ویلي وؤ چې هغه به دطالب مشرانو سره هم ویني اؤ هغوئ به افغانستان کې سولې ته تشویقوي خو وورسته بیا دعمران خان اؤ طالب مشرانو ترمنځ دغه لیدنه ونه شوه.
څېړونکي وایي دافغانستان په راتلونکي سیاسي منظر نامه کې دځان ځائیولو اؤ یو ښه مقام ترلاسه کولو په غرض طالبان دپاکستان په ځائ نیغ په نېغه امریکا سره خبرو اؤ اړیکو ته اولیت ورکوي اؤ نه غواړي چې دپاکستان په لاسپوڅۍ تورن شي.
په تیرو وختونو کې واشنګټن اؤ کابل په اسلام اباد تورونه لګول چې طالبان یې پخپل موټی کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي اؤ وایي چې افغانستان کې امن دپاکستان په ګټه دی ځکه نو اسلام اباد کابل کې دامن اؤ سولې دټېنګښت دپاره هڅې کوي