لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله محب د افغانستان په وضعيت د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته حال وړاندې کوي


د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب به نن د ولسمشرۍ د ټاکنو،د سولې او په ټوله کې د افغانستان د روان حالت په تړاو به دbملګرو ملتونو امنیت شورا په عمومي غونډې ته خبرې کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیرحقمل وي او ای ډيوه ته وویل چې دافغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون نیویارک ته ولاړچې د ملګرو ملتونو په ۷۴ چعمومي ناسته کې برخه واخلي.

حقمل وايي ډاکتر محب به د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب وغږیږي او دnولسمشریزو ټاکنو، دهیواد اوسني وضعیت اوپه یو شمیر نورو مهمو مسایلو به بحث او خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر په داسې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته نن وینا کوي چې د تیر شنبې په ورځ په دې هیواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې کوم چې افغان حکومت یې د جمهوریت د دوام لپاره ستربر یاګڼلې ده.

که څه هم تراوسه د دې شویو انتخاباتو پایلې نه دي په ډاګه شوي خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې له ۴۵۴۹ مرکزونو څخه د ۳۷۶۳ رایې ورکولو دمرکزونو او محلونو رایې ورته رسیدلي دي.

د دې کمیسیون ویاند میرزا محمد حق پرست له ډیوې سره په خبرو کې زیاته کړه چې په دې ۳۷۶۳ مرکزونو کې ۲۱۹۶۴۶۳ کسانو خپلې رایې استعمال کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون ویلی چې په نږدې وخت کې به د ۷۸۶ انتخاباتي مرکزونو کې دکارول شویو رایو شمیر هم په ډاګه کړي.

دافغانستان دولسمشرۍ انتخابات په ۲۸ سپتمبر ترسره شوې اود برحاله ولسمشر اشرف غني او اجرایه ريیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۳ تنه ورته نوماند شوي و او ویل کیږي چې د دې ټاکنو وروستی پایلې به۲ اونۍ وروسته په رسمي توګه د ټاکنو دخپلواک کمیسیون لخوا اعلان شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG