لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نازیه اقبال:نوره به په رسنیو نه راښکاره کیږم اؤ که ښکاره کیږم یوازې دخپل هنر خبره به کووم


دپښتو وتلې سندرغاړې نازیه اقبال ویلي هغې دخپل میړه جاوید فضاء سره ګډ ژوند پیل کړی اؤ نور به په رسنیو یوازې دخپل هنري فعالیتونو په اړوند راښکاره کیږي .

نازیه اقبال وایي که دخپلو لوڼو سره دشوي جنسي ځورونې خپرې یې د رسنیو مخې ته راوړې وې نو هغه یوازې ددې غرض دپاره وې ترڅو نورې میندې اؤ پلرونه دخپل اولاد حفاظت ته هوښیار شي اؤ‌ په چا بې ځایه باور ونه کړي.

نازیه اقبال چې دا مهال دخپلې کورنۍ سره په لندن کې میشت ده،تیره میاشت یې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډيو خپره شوې وه چې پکې دهغې میړه جاوید فضاء نازیه اقبال ته په طلاق ورکولو لیدل کیدو.

وروسته دنازیه اقبال له خولې یوه بله ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې پکې هغه وایي د اسلام وتلو مفتیاتو ورته فتوې ورکړي چې دهغې اؤ دمیړه طلاق یې نه دی شوی .

برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره پخپله یوه تازه مرکه کې میرمن نازیه اقبال ویلي چې دخپل میړه سره یې ګډ ژوند بیا پیل کړی اؤ غواړي خپلو اولادونو ته یو ښه راتلونکی ورکړي.

په دې مرکه کې نازیه اقبال ژړلي هم دي اؤ وایي دپاکستان څخه هغه په ډيره مجبورۍ وتلې ده،ځکه چې لوڼه یې له مکتبه ویستل شوې وې اؤ هغه غواړي چې خپلو اولادونو ته ښه تعلیم ورکړي.

تیرکال نازیه اقبال پخپل سکه ورور تور لګولی ؤ چې دهغې په غیرموجودیت کې یې دهغې په دوؤ ماشومانو لوڼو جنسي تیری کړی چې وروسته بیا محکمې دهغې ورور افتخار ته ددغه جرم په بدل کې دمرګ سزا واوروله خو نازیه اقبال وایي چې دخپلې مور په سوال زارۍ یې دمرګ په سزا محکوم کړل شوی خپل لور بخښلی دی.

پخپله اوسنۍ مرکه کې نازیه اقبال وایي له هغې ګیله کیږي چې ولې یې ویلي پاکستان کې ورته تحفظ نه ؤ؟

خو دنازیه اقبال په وینا تحفظ یوازې دسر نه وي،دتعلیم،صحت،اقتصاد اؤ‌ یو ښه مستقبل تحفظ هم اړین وي.

نازیه اقبال وایي” ولې تاسو ونه لیدل چې په دې وروستیو کې پاکستان کې څومره ښځینه هنرمندانې ووژلې ، ایا دهغوئ د وژنو پوښتنه چا وکړه؟”

په دغه مرکه کې هغې سره دهغې میړه جاوید فضاء هم برخه اخستې اؤ هغه پخپلو خبرو کې دځېنو پښتنو څخه ګیله کوي چې هنرمندانو ته په سپک نظر ګوري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG