واشنګټن ــــ د هند د بهرنیو چارو وزیر روي شنکر وایي، د کشمیر د شخړې په اړه د هند دریځ له لسیزو راهیسې ډېر څرګند دی او په دې برخه کې د هند او پاکستان تر منځ د هیچا منځګړتوب نه قبلوي.
روي شنکر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې تر ګډون وروسته د ګل- دوشنبې په ورځ د امریکې پایتخت واشنګټن ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپېیو سره یې لیدلي دي.
روي شنکر د نهې- سه شنبې په ورځ واشنګټن ډي سي کې د هندي خبریالانو له یوې ډلې سره د لیدو په وخت د کشمیر پر شخړه د ولسمشر ټرمپ د منځګړتوب په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:
"د کشمیر په اړه د هند دریځ له څلوېښتو کلونو څرګند دی چې موږ په دې برخه کې د چا منځګړتوب نه منو او له پاکستان سره په دوه اړخیزه توګه دا شخړه هوارول غواړو".
روي شنکر وویل دا د هند خپله مسئله ده او دوی به یې پخپله حل کوي. وایي دا پرېکړه به دوی کوي چې د کشمیر پر موضوع د چا منځګړتوب ته اړتیا لري که نه:
"په دې اړه هر څوک [د منځګړتوب] وړاندیز کولای شو خو دا پرېکړه به موږ کوو چې که دا وړاندیز اړخ نه لګوي نو دا کار نه شي کېدای".
د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په مهال یې چې په څنګ کې ولیدل، د هغوی په نیمایي لیدنو کې د کشمیر وروستی پرمختګ ذکر شو، چې هند یې نیمه خپلواکي ختمه کړه.
د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په جولای میاشت کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره د لیدو په وخت وړاندیز وکړ، چې کولای شي د کشمیر پر شخړه د دواړو هېوادونو تر منځ منځګړتوب وکړي او په وروستیو ورځو کې یې د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم دا وړاندیز بیا تکرار کړ.
پاکستان نه یواځې د اګست پر 5مه د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو په اړه د هند د حکومت غندنه کړې، بلکې وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په غونډه کې تور ولګاوه چې هند تر خپله ولکه لاندې کشمیر کې پر خلکو ظلمونه کوي او له اوږدې مودې یې ګرځبندیز لګولی دی.