لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو سفر،ایا دسولې دمذاکراتو لړۍ بیا پیل کیږي؟


افغانستان کې دپخلاینې دعمل پرمخ دبوتللو دپاره اسلام اباد ته دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد له سفر وروسته ټاکل شوې ده نن د قطر څخه دملاعبدالغني برادر په مشرۍ دطالب مشرانو یو پلاوی هم اسلام اباد ته رسیږي اؤ دغلته به دپاکستان دولتي اؤ پوځي مشرانو ترڅنګ زلمي خلیلزاد سره لیدنې وکړي.

تیره میاشت دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دسولې دخبرو ودرولو نه وروسته دا وړومبی ځل دی چې طالب مشران به نیغ په نېغه امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره یو ځل بیا افغانستان کې دسولې په پروسه خبرې وکړي.

څیړونکي هیله ښایي چې پاکستان ته دامریکایي استازي زلمی خلیلزاد اؤ طالب مشرانو سفر سره به دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو د اوردول شوې لړۍ بیا پیل کیدلو ته لاره هواره شي.

تر دې وړاندې د نهې په ورځ افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمي خلیلزاد هم اسلام اباد ته رسېدلی اؤ سفارتي سرچینې وایي چې طالبان زلمي خلیلزاد سره خبرو ته کښېنولو دپاره پاکستان په ځانګړې بلنه اسلام اباد ته رابللي دی.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل اسلام اباد ته د طالبانو دننی سفر پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ دطالبانو لوړپوړی پلاوی به په دې سفر کې دپاکستان چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي له روسیې،چین اؤ ایران وروسته دا څلورم سفر دی چې طالب مشران یې دسیمې هیوادونو ته کوي خو هغه دا نه ده واضحه کړې چې په دې سفر کې به طالبان اسلام اباد کې موجود امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کوي که نه.

خو دپاکستان ډان ورځپاڼې امریکا کې دسفارتي سرچینو له خولې لیکلي چې پاکستان به طالبان زلمي خلیلزاد سره خبرو ته کښېنوي.

دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی افغانستان کې میشت پښتون خبریال ښاغلي طاهر خان وایي په یو وخت د زلمي خلیلزاد اؤ طالب مشرانو اسلام اباد ته دا تازه سفر ښایي چې امریکا اؤ طالبان دسولې ودرول شوې خبرې بیا پیل کول غواړي اؤ دا سفر به د مزاکراتو بحالۍ کې یو خاص ارزښت ولري.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل چې پاکستان ته دطالبانو سفر د وړاندې څخه ټاکل شوی ؤ اؤ د زلمي خلیلزاد سفر په نااعلانه توګه شوی دی خو زیات احتمال دادی چې په اسلام باد کې به دواړه خواوې پخپلو کې وویني اؤ دمذاکراتو په بیا پیل کولو به خبرې وکړي.

اسلام اباد ته دامریکایې استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو دا سفرونه په داسې حال کې کیږي چې امریکا ته دخپل اوسني سفر په مهال دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان دزلمي خلیلزاد سره لیدلي وؤ اؤ له هغه یې هیله کړې وه چې امریکا باید طالبانو سره دسولې ودرول شوې خبرې بیرته پیل کړي.

عمران خان په دغه لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد ته دا باور هم ورکړی ؤ چې پاکستان به له خپله انده افغانستان کې دسولې په عمل هر رقم مرسته وکړي.

خبریال طاهر خان وایي چې اسلام اباد ته د خلیلزاد اؤ طالب مشرانو د اوسنیو سفرونو ټوله تابیا داځل دبهرنیو چارو د وزارت اؤ پوځ پځائ د وزیراعظم ماڼۍ کړې ده اؤ معاملاتو ته به هم د وزیراعظم ماڼۍ نیغ په نیغه کتنه کوي ځکه نو زیات احتمال دادی چې دا سفرونه به دسولې دخبرو بیا پیل کولو کې مددګار ثابت شي.

په افغانستان کې د۱۸کلنې جګړې پائ ته د رسولو په خاطر دتیرکال راهسې قطر کې دزلمي خلیلزاد په مشرۍ دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې خبرې روانې وې اؤ تیره میاشت دواړو خواؤ د سولې یو غوڅ تړون باندې د متفق کیدلو دعوه هم کړې وه .

خو په کابل کې دیو ځانمرګي برید نه ورسته چې دیو امریکایي عسکر په ګډون پکې ۱۲ کسان وژل شوي وؤ، دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ ددې خبرو د ودرولو اعلان وکړو اؤ وئ ویل چې دسولې خبرې اؤ ترهګریز بریدونه یو ځائ دوام نه شي کولی.

ښاغلی طاهر خان وایي “ د صدر ټرمپ لخوا د سولې د خبرو ودرولو وروسته طالبانو ښکاره کړې چې هغوئ دسولې په تړون کې د بین الافغاني مذاکراتو نیټه هم ټاکلې وه اؤ که چرې بین الافغاني مذاکرات کیدل نو ظاهره خبره ده چې اوربند به هم کیدلو ،اؤ همدا دواړه د امریکا مهمې غوښتنې دي چې طالبان یې منلو ته تیار دی”

هغه وویل امریکا اؤ طالبان دواړه په دې خبره پوهه دي چې دجګړې دلارې بریالیتوب نه شي ترلاسه کولی ا ؤ یوازینۍ لاره ورسره د خبرو اترو ده ځکه نو دواړه خواوې به د مذاکراتو دا موقعه کله هم دلاسه ورنکړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG